ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان ١٨٠ پوليس د جنرالانو او وکيلانو ساتونکي دي

30 Dec 2013 - 16:32
30 Dec 2013 - 16:32

پلخمري-شبرغان (پژواک ٩ مرغومى ٩٢): د بغلان امنيه قوماندان وايي، چې په دغه ولايت کې ١٨٠ پوليس د ځينو جنرالانو او وکيلانو د امنيت ساتلو په موخه پر دنده ګومارل شوي او دغه ډول وضعيت، پوليس د فزيکي ځواک له کمښت سره مخ کړي دي.

د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل په وينا، دغه شمېر پوليس د ولسي جرګې، ولايتي شوراګانو او له ځينو جنرالو سره، چې يو شمېر په دغه ولايت کې دي، په خدمتي توګه دنده ترسره کوي.

نوموړي، چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې د دغه ولايت د امنيه قوماندان په توګه ټاکل شوى، پژواک خبري اژانس ته وويل، پوليس د خلکو د امنيت ساتلو لپاره پر دندو ګومارل کېږي او د خدمتي ساتونکي په توګه له هغوى څخه ګټه اخيستل غيرقانوني کار دى.

امرخېل زياته کړه، ټولو ارګانونو ته يې مکتوبونه لېږلي، چې دغه ١٨٠ پوليس د بغلان ولايت امنيه قوماندانۍ ته راولېږي او له هغه پرته به يې د پوليسو له تشکيل څخه منفک کړي.

د بغلان امنيه قوماندان زياته کړه، که دغه کسان د کورنيو چارو له وزارت د امنيه قوماندانۍ د پوليسو له جوړښت څخه بهر امرونه راوړي نو کومه ستونزه نه لري، خو امنيه قوماندانۍ نه شي کولى، چې يادو کسانو ته له يوه سرتېري ډېر ساتونکي ورکړي.

هغه وويل، له دې سره- سره چې د بغلان پوليس په ولسواليو کې د خلکو امنيت ساتي او ستونزو ته په ښه توګه لاسرسى کولى شي، خو له نورو کسانو سره د ساتونکي په توګه د پوليسي پر دندې ګومارل، دوى د فزيکي ځواک له کمښت سره مخ کوي.

امر خېل، چې له دې وړاندې يې په ننګرهار کې د سرحدي پوليسو د قوماندان او د کابل د نړيوال هوايي ډګر د قوماندان په توګه دندې ترسره کړې، زياته کړه: “د بغلان د امنيه قوماندانۍ يوازې شل پوليس د جنرال دوستم د ساتونکو په توګه دنده ترسره کوي او موږ له دغو جنرال صاحبانو او وکيل صاحبانو هيله کوو، چې د امنيه قوماندانۍ سرتېري دې قوماندانۍ ته راولېږي.”

د بغلان امنيه قوماندن د کوم وکيل نوم وانخيست او زياته يې کړه، چې هغوى پر بغلان ولايت پورې اړه لري.

خو د جنرال عبدالرشيد دوستم په مشرۍ د اسلامي ملي جنبش د ولايتي شورا مشر کينجه کارګر، د بغلان د امنيه قوماندان دغه خبرې ردوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، دغه ډول ويناوې کوم بنسټ نه لري، که جنرال دوستم ساتونکو سرتېرو ته اړتيا ولري نو په خپله په جوزجان کې ډېر دي او له هغه ځاى څخه ځان ته ساتونکي ګوماري.”

ځينې ولسوالان هم له دغه وضعيت څخه اندېښمن دي.

د بغلان د تاله و برفک ولسوال فيض محمد اميري وويل، چې دغه ولسوالۍ په خپل تشکيل کې ٦٤ پوليس لري او ٢٠ تنه يې د ساتونکو په توګه له نورو کسانو سره دي ، نو له همدې امله د پوليسو کموالى د امنيت ساتلو لپاره يواځينۍ ستونزه ده.

د دوشي ولسوال شمس الدين سرحدي هم وويل، په دې ولسوالۍ کې ٥٥ پوليس شتون لري، په داسې حال کې چې اټکل شوى نفوس يې له سل زره کسانو ډېر دى.

له دې وړاندې د بغلان امنيه قوماندان ويلي وو، چې د دغه ولايت يو شمېر لوړپوړي چارواکي، د امنيه قوماندانۍ په چارو کې لاسوهنه کوي او له غيرقانوني وسله والو ملاتړ کوي.

نوموړي د يادو کسانو نومونه نه دي په ډاګه کړي، خو ګواښ يې کړى و، چې که د پوليسو په چارو کې له لاسوهنې لاس وانه خلي نو نومونه به يې خلکو او رسنيو ته په ډاګه کړي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version