ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سپینه ماڼۍ: امنیتي سند دې د میاشتو پر ځای په اونیو کې لاسلیک شي

7 Jan 2014 - 14:46
7 Jan 2014 - 14:46

واشنګټن (پژواک ۱۷ مرغومی ۹۲): سپینه ماڼۍ وایي، چې ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې سرتېري پرېښودل غواړي، خو دغه کار له امنیتي تړون پرته نه کوي.

دغه څرګندونې د سپینې ماڼې ویاند جي کارني په واشنګټن کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال کړې دي.

هغه یو ځل بیا په ټینګارسره ویلي، چې که افغانستان غواړي له ۲۰۱۴ کال وروسته امریکايي ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي، نو امنیتي سند باید د میاشتو پر ځای په اونیو کې لاسلیک کړي.

مشورتي لويې جرګې دوه میاشتې د افغانستان او امريکا تر منځ د امنيتي تړون متن له يو لړ وړانديزونه سره تاييد کړ او وړانديز يې وکړ چې دغه سند دې د ۲۰۱۳ کال له پاى ته رسېدو مخکې لاسلیک شي.

خو و لسمشر حامد کرزي مشورتي جرګې ته په خپله وروستۍ وینا کې شرطونه وړاندې کړل چې ترڅو امریکا دغه شرطونه ونه مني، نو امنیتي سند به نه لاسلیکوی، دا په داسې حال کې ده، چې امریکا هم په راتلونکو شپږو اونیو کې د سند د لاسلیک کولو کلکه غوښتنه کوي.

د دغه سند په لاسلیکېدا سره امریکا غواړي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې خپل یو شمېر سرتېري پرېږدي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جي کارني وایي، چې د امنیتي سند په اړه یې په دریځ کې بدلون نه دی راغلی او که چېرې دغه سند ژر تر ژره لاسلیک نه شي، نو امریکا به اړه وي چې خپل ټول پوځیان له افغانستان څخه وباسی.

هغه زیاته کړې: ((یواځې امریکا نه بلکې د تړون د نه لاسلیک په صورت کې به ناټو هم له افغانستان څخه ووځي.))

نوموړي ویلي، چې د امریکا او د ناټو د وتلو په صورت کې به افغان ځواکونه له طالبانو سره د جګړې په میدان کې یواځې پاتې شي.

د یادونې ده چې امریکایي سناتورانو تېره اونۍ کابل ته د سفر پر مهال له ولسمشر حامد کرزي سره د امنیتي سند ترڅنګ پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.

هغوی په یوه خبري غونډه کې په ډاګه کړه، چې ډېر ژر به دغه سند لاسلیک شي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version