ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکمتیار له خپلو پلویانو غوښتي چې په ټاکنو کې برخه واخلي

13 Jan 2014 - 17:54
13 Jan 2014 - 17:54

کابل ( پژواک، ۲۳ مرغومی ۹۲) : ددولت د وسلوالې مخالفې ډلې حزب اسلامي مشر انجنیر ګلبدین حکمیتار له خپلو پلویانو غوښتي چې په راتلونکو ټولټاکنو کې برخه واخلي.

د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټولټاکنې ټاکل شوې ده، چې د ۱۳۹۳ لمریز کال د وري په ۱۶مه ( داپریل په ۵مه) ترسره شي.

د انجنیر حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د سیاسي چارو مسوول ډاکټر غیرت  بهیر د مرغومي په ۲۳مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې انجنیر حکمتیار دا  پریکړه څه موده مخکې کړې ده.

هغه زیاته کړه چې په دې اړه د ټولو ولایتونو مسوولینو ته دیوه مکتوب په وسیله سپارښتنه شوې ده، څو په راتلونکو ټولټاکنو فعاله او رغنده ونډه واخلي.

خو ډاکټر بهیر وویل ، دا چې به دوی دکوم کاندید ملاتړ کوي او په ټاکنو کې به څه ډول او په کوم نوعیت برخه اخلي، په دې اړه تر اوسه وروستۍ پریکړه نه ده شوې.

دی وایي چې ګوند یې پریکړه کړې، چې په راتلونکو ټاکنو کې رغنده رول ترسره کړي.

د انجنیر حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ددولت او بهرنیو ځواکونو پر ضد وسلواله مبارزه کوي او تر دې مخکې یې د بهرنیانو په شتون کې په هر ډول ټاکنو  کې د نه ګډون دریځ یې خپل کړی و.

د یادونې وړ ده چې حزب اسلامي په څو ډلو ویشل شوې ده، یوه ډله یې دعبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ له حکومت سره یو ځای او ارغندیوال داقتصاد وزیر دی، ددغې ډلې د اجرايیه شورا غړی انجنیر محمد خان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د کاندید ډاکټر عبدالله عبدالله لومړی مرستیال دی.

د حزب اسلامي بل مهم غړی قطب الدین هلال ولسمشریزو ټاکنو ته خپلواک نوماند دی، خو د انجنیر حکمتیار ډله وایي چې تر اوسه یې د کوم کاندید د ملاتړ پریکړه نه ده کړې.

خو شنونکي په دې اند دي چې دانجنیر حکمتیار په مشرۍ به د حزب اسلامي ډله د هلال ملاتړ وکړي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version