کابل (پژواک، ٢٥ مرغومى ٩٢): د پښتو ادب د ګلبڼ د نوميالي اديب او شاعر استاد محمد صديق پسرلي د جنازې لمونځ ترسره او کابل ښار کې خاورو ته وسپارل شو.
نوموړي د دوشنبې په شپه په نوي ډېلي کې په روغتون کې د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۸۵ کلونو په عمر ساه ورکړه، جسد يې پرون (د مرغومي ٢٤مه) مازيګر له نوي ډېلې څخه کابل ته راولېږدول شو.
د استاد پسرلي د جنازې مراسم، نن د کابل په عيدګاه جومات کې د سهار په لسو بجو د سلګونو مينه والو، چارواکو، د فرهنګي کړيو او د ارواښاد د کورنۍ له خوا ترسره شول او بيا د شهداء صالحين په هديره کې خاورو ته وسپارل شو.
د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي وويل، چې پسرلى د ده په کورنۍ پورې تړاو نه لري، بلکې د ټول افغانستان وياړ دى.
ده زياته کړه: “سره له دې چې د استاد پسرلي په مړينه خواشيني يو او د هغه مرګ ضايعه بولي، خو د خوښۍ خبره داده چې هغه موږ ته يوه ادبي کورنۍ په ميراث پريښې ده.”
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال غلام نبي فراهي وايي، استاد پسرلى د پښتو په معاصر ادب کې د يوه ستر دېوال په څېر و، چې سيوري او ثمرې ته يې سلګونه کسان ناست او د پښتو ادب بهير يې ګړندی ساتلی و.
نوموړي د پسرلي له کورنۍ څخه غوښتنه وکړه، چې د نوموړي پاتې ناچاپ اثار راټول او د چاپ په اړه به يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ورسره مرسته وکړي.
ده وويل: “د استاد پسرلي لپاره ستر دولتي مډال هم منظور شوی و، موږ غوښتل چې د هغه په ژوند دا مډال ورکړو، خو دا چې نن يې خاورو ته سپارو، دا مډال به د پسرلي صيب کورنۍ ته په يوه مناسب وخت کې ورکړل شي.”
د علومو اکاډمۍ سلاکار څېړندوى حبيب الله رفيع وايي، چې استاد پسرلي له ځانه زياته اثار پريښي، چې مهم اثر يې “غزلبڼ” دى.
نوموړي د پسرلي له کورنۍ وغوښتل، چې د پسرلي نور په سلګونه ژباړې او شعرونه راټول او د د ارواښاد تر مينه والو يې ورسوي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن