ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر کرزى: د امنيتي تړون په اړه د افغانستان دريځ له تېرو تجربو سرچينه اخلي

16 Jan 2014 - 10:19
16 Jan 2014 - 10:19

کابل (پژواک ٢٦ مرغومى ٩٢): ((د افغانستان دريځ له امريکا سره د امنيتي او دفاعي تړون د لاسليک په اړه، د تېرو دوولسو کلونو له تجربو سرچينه اخلي او امريکا بايد د افغانستان د غوښتنو په اړه خپل ښه نيت ثابت کړي.))

دا څرګندونې ولسمشر حامدکرزي دالمان له لومړۍ وزيرې مېرمن انګلا مېرکل سره په ټيلېفوني خبرو کې وکړې.

د ولسمشر له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوي خبرپاڼه کې راغلي، په دې خبرو کې، چې تېر ماښام ترسره شوې، دواړو مشرانو د افغانستان او المان تر منځ د دوه اړخيزو

دوستانه اړيکو او د امريکا له متحدو ايالتونو سره د افغانستان د امنيتي تړون په اړه بحث او د نظر تبادله وکړه.

حامدکرزى د المان لومړۍ وزيرې ته يو ځل بيا په پارلماني ټاکنو کې د برياليتوب مبارکي ورکړه، المان د افغانانو يو نږدې او پخوانى ملګرى هېواد وباله او ويې ويل، چې افغانستان له المان سره د ټينګو اړيکو او همکاريو غوښتونکى دى او غواړي، چي دا اړيکې په بېلابېلو برخو کې لا پراختيا ومومي.

ولسمشر کرزي د امريکا له متحدو ايالتونو سره د افغانستان د امنيتي تړون په اړه وويل، چې د افغانستان دريځ د دغه تړون د لاسليک په اړه له امريکا سره د تېرو دوولسو کلونو له تجربو سرچينه اخلي.

هغه زياته کړه: ((د افغانستان مشورتي لويې جرګې د امنيتي تړون په تاييدولو سره، له امريکا سره د افغانستان دوستي وښوده، اوس امريکا هم بايد د افغانستان د غوښتنو په اړه خپل ښه نيت ثابت کړي.))

حامد کرزي څرګنده کړه، چې افغانستان غواړي له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک کړي، خو د دغه سند د لاسليک لپاره خپل شرايط لري، چې هغه د سولې د پروسې عملي پيل او د افغانانو پر کورونو د پوځي عملياتو بشپړ بندېدل دي او امريکا بايد افغانستان ته په دې اړه لازم ضمانتونه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، امريکا تل ټينګار کړى، چې حامد کرزى بايد دا سند ډېر ژر لاسليک کړي، څو هغه له ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د خپلو يو شمېر سرتېرو د پاتې کېدو لپاره قانوني سند ولري، خو د امريکا او افغانستان اړيکې د امنيتي سند په لاسليک کې د ځنډ له امله پيکه شوې دي.

د يادونې ده، چې المان د افغانستان له سترو مرسته کوونکو هېوادونو دى او په افغانستان کې ۴۲۰۰ سرتېري لري، چې تر اوسه له ٥٠ څخه زيات سرتېري وژل شوي دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version