هرات( پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٢): چارواکي وايي، چې د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د هيلوټرسټ په نوم د ماين پاکۍ موسسې تښتول شوي ٦٣ کارکوونکي ازاد شوي دي.
د هرات امنيه قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال عبدالحميد حميد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کسان د امنيتي ځواکونو له لوري د عملياتو په پايله کې ازاد شول.
هغه زياتوي، چې د عملياتو پر مهال چاته زيان نه دى اوښتى، خو د تښتوونکو د نيولو په موخه عمليات روان دي.
دغه ماين پاکان نن سهار د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د مار اباد له سيمې وتښتول شول او د تاقک په نوم غرنۍ سيمې ته ولېږدول شول.
د هيلوټرسټ موسسې رييس ډاکټر فريد همايون ويلي و، چې د خپلو ماين پاکانو د خلاصون لپاره يې سيمې ته قومي مخور استولي دي.
د دې تښتول شويو ماين پاکانو شپږ تنه يې له غرمې مخکې ازاد شوي وو.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن