ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې له بشري حقونو سرغړونې پنځه سلنه ډېرې شوي

22 Jan 2014 - 15:14
22 Jan 2014 - 15:14

لښكرګاه (پژواک ۲ سلواغه ۹۲): په هلمند كې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون ولايتي چارواکي وايي ، د قانون نه پلي كېدل د دې لامل شوى، چې ملکي وژنې ډېرې او بشري حقونه تر پښو لاندې شي.

په هلمند کې د بشري حقونو د سيمه ييز دفتر مشر بلال احمدي صديقي د سلواغې په ۲مه د خبري ناستې پر مهال وويل، په هلمند کې په دې وروستيو کې ملكي وژنې او له بشري حقونو سرغړونې زياتې شوې، چې تر ډېره امنيتي كسان په كې ښكېل دي.

نوموړي له چارواکو وغوښتل، چې د بشري حقونو تر پښو لاندې کوونکي ونيسي او سزا دې ورکړي.

 صديقي پر چارواكو نيوكه کوي او وايي، چې د بشري حقونو سرغړوونکو ته سزا نه ورکوي؛ يواځې له يوې سيمې يې بلې ته تبديلوي، چې له دې سره له بشري حقونو سرغړونه نوره هم زياتېږي.

 هغه زياتوي، په تېره يوه اونۍ كې لس ملكي وګړي وژل شوي، چې ډېر يې ماشومان دي او د تېر کال په پرتله په هلمند کې د ملکي تلفاتو کچه پنځه سلنه لوړه شوې ده.

 د ده په خبره، د هلمند له ١٤ اداري واحدونو يواځې شپږو ته يې لاسرسى لري، چې تر ډېره بريده د بشري حقونو د نقض په برخه کې له نورو سيمو معلومات نه لري.

د بلال احمدي په وينا، په تېرو اتو مياشتو کې له بشري حقونو د سرغړونو په برخه کې ١٧٥ شکايتونه ورته رسېدلي او دغه راز يې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٢٥٠ پېښې ثبت کړې دي.

 د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په پېښو کې د وهلو ډبولو، له کوره شړلو، د ميراث نه ورکولو او په بدو کې ورکولو پېښې ډېرې رامنځ ته شوې دي.

د بشري حقونو د سيمه ييز دفتر مشر وايي، په تېرو اتو مياشتو کې ٨٥ ملکي وګړي وژل شوي او ١١٨ ټپيان دي، په داسې حال کې چې تېر کال تر همدې مياشتې ٧٥ کسه وژل شوي وو او ١١٣ کسه ټپيان وو، چې د تېر کال په پرتله پنځه سلنه زياتوالى ښيي.

 په هلمند کې د بشري حقونو سيمه ييز دفتر په داسې مهال د ملکي مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه څرګندوي، چې تېره ورځ په ګرشک ولسوالۍ کې يوه سيمه ييز پوليس د يوې کورنۍ درې غړي ووژل.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version