اسلام اباد (پژواک ٣ سلواغه ٩٢): د پاکستان په پښتونخوا ايالت کې د ماين چاودنې شپږ تنه وژلي او ٩ نور يې ټپيان کړي دي.
د پېښور ښار د پوليسو مشر رحيم شاه وايي، چې دا چاودنه نن د دې ښار اړوند په سکيم چوک کې د موټرو په يوه ورکشاپ کې شوې ده.
ده زياته کړه، په يوه موټر کې له ٢٥ تر ٣٠ کيلوګرامو چاودېدونکي توکي ځاى پرځاى شوي وو، چې د چاودنې له امله يې پنځه تنه وژل شوي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د دې پېښې له امله پنځه نور موټر ويجاړ شوي او شاوخوا ودانيو ته هم زيان رسېدلى دى.
د پېښور د ليډي ريډينګ روغتون د رسنيو مسوول جميل شاه پژواک خبري اژانس ته ويلي، چې له دې پېښې څخه دوى ته ٦ مړي او ٩ ټپيان وروړل شوي دي.
د ده په خبره، په وژل شويو کسانو کې دوه ماشومان هم شامل دي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن