پلخمري (پژواک ١٥ سلواغه ٩٢): د بغلان ولايت د عدليې رياست د زورواکو له لوري له ٥٦زره جريبه څخه د زياتې ځمکې د غصب خبر ورکړى او د غاصبينو د نوم څرګندولو ګواښ يې کړى دى.
د بغلان د عدليې مشر سيد محمود سادات پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دوى د څېړنو له مخې، دغه ځمکه د بغلان په بېلابېلو سيمو کې د زورواکو، غيرقانوني وسله والو او پخوانيو قوماندانانو له لوري په وروستيو څلورو کلونو کې غصب شوې ده.
هغه زياته کړه، چې ډېرى غصب شوې ځمکې د بغلان ولايت په مرکز پلخمري ښار کې پرتې دي.
د سادات په وينا، د يادو کسانو له ډلې يې پنځه سوه د عدليې رياست له لوري پېژندل شوي او نوملړ يې هم چمتو شوى او په نږدې راتلونکي کې به د عدلي څېړنې لپاره د څارنوالۍ رياست ته ولېږل شي.
د عدليې رياست زياته کړه: “اوسمهال د بېلابېلو دليلونو له مخې د دغو کسانو نومونه نه شو په ډاګه کولى، خو که دغه کسان د دولتي ځمکو له مصادرې سرغړونه وکړي، نو هغه مهال به يې نومونه په ډاګه کړم.”
د بغلان د څارنوالۍ مشر دين محمد قريشي وويل، که کله د ځمکو د غاصبينو نوملړ دغې ادارې ته ورسېد، نو د پوليسو په مرسته به د غاصبينو پر وړاندې ګام اخلي.
د عدليې رييس زياته کړه، غاصبينو تر دې مهاله هم د دولتي ځمکو نيولو ته ادامه ورکړې او اړوندو چارواکو په دې اړه کومه پاملرنه ورته نه ده کړې.
د مدني ټولنو بنسټونو هم د دولتي او پارکونو ځمکو له نيولو بيا بيا ځلې اندېښنه څرګنده کړې او په مدني حرکتونو يې لاس پورې کړى دى.
د بغلان د مدني ټولنې بنسټونو شبکې وياند محمد نبي سلطاني پژواک ته وويل، چې تر دې دمه دولت د دولتي ځمکو د مصادرې په اړه کوم هېڅ داسې عملي ګام نه دى پورته کړى، چې د دغو بنسټونو د رضايت لامل شوى وي.
هغه زياته کړه، د چاپېريال ساتنې او د اوبو د تنظيم قانون ته کومه پاملرنه نه کېږي او ډېرى شنې سيمې، د سيند او نهرونو څنډې د زورواکو له لوري نيول شوي، چې دغه عامه ملکيتونه بايد بېرته واخيستل شي او له عاملينو سره يې قانوني چلند وشي.
خو د بغلان والي سلطان محمد عبادي وويل، په دنده ګومارل شوي کميسيون د بغلان مرکز د دشت خواجه الوان په سيمه کې شاوخوا ٣سوه جريبه ځمکه او په مرکزي بغلان او خنجان ولسواليو کې يې پنځه سوه جريبه ځمکه د غاصبينو له منګولو راګرځولې ده.
هغه زياته کړه، چې دغه کميسيون د روان کال په وري مياشت کې جوړ شوى، ترڅو د زورواکو له خوا ټولې نيول شوې ځمکې تثبيت کړي او د هغوى له منګولو يې راوګرځوي.
د بغلان والي وويل، دغه کميسيون د ولايتي شورا د پخواني غړي محمد رسول محسني په مشرۍ خپل فعاليت کاوه، چې سږ کال اوړى په يوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو او د کميسيون کار هم له ستونزو سره مخ شو.
عبادي وويل، اوسمهال د کميسيون مسووليت د ولايتي شورا سرپرست ته سپارل شوى او هغوى چمتو دي، چې د ژمي موسم په تېرېدو سره به خپل کارونه له سره پيل کړي او د پاتې نورو غصب شويو ځمکو په اړه به هم اقدام وکړي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن