کابل (پژواک ٢١ سلواغه ٩٢): د ملي امنيت لوى رياست وايي، چې په لوګر ولايت کې يې د وسله والو طالبانو د مهماتو يو پټنځاى کشف کړى دى.
له ياد رياست څخه د سلواغې په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پټنځاى د لوګر د محمداغې ولسوالۍ په پورک سيمه د ملي امنيت منسوبينو کشف کړى دى.
خو سرچينې د دغه پتنځاى د کشفېدو کره نېټه نه ده څرګنده کړې.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې د وسلو له دې زېرمې اتيا د ٧٥ملي متري توپ مرمۍ، ٩ د بي اېم يو توغندي مرمۍ، ٨ د غرني هاوان مرمۍ، ٥٣ د غرني هاوان ايراني ډوله مرمۍ، ١٢٧ د منځني هاوان مرمۍ، شل د ۸۲ ملي متري توپ مرمۍ، ١٠١ د هاوان حق السوقونه او يوه اندازه د ډول ډول مرميو سرګلولې او د دهشکې مرمۍ ترلاسه شوې دي.
سرچينې ويلي، دا مهمات د ورانکارو کړنو او د ولسمشرۍ د ټاکنو د نوماندانو د کمپاينونو پر مهال د ترهګريزو بريدونو د ترسره کېدو په موخه ځاى پر ځاى شوي وو.
د ملي امنيت رياست وايي، د پېښې په تړاو يې يو تن نيولى او پېښه تر لا زياتو څېړنو لاندې ده.
خو وسله والو طالبانو په دې اړه لا تراوسه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن