ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د کرنې او ټکنالوجۍ ملي پوهنتون پرانيستل کېږي

10 Feb 2014 - 11:57
10 Feb 2014 - 11:57

کندهار (پژواک ٢١ سلواغه ٩٢): د کندهار ولايت چارواکي وايي، چې د کرنې او ټکنالوجۍ د ملي پوهنتون د پرانيستنې په موخه يې د چمتووالي چارې بشپړې کړي او ډېر ژر به دغه پوهنتون د افغان او هندي لوړ پوړي پلاوي له خوا پرانيستل شي.

د کرنيزو علومو او ټکنالوجۍ ملي پوهنتون د هېواد په کچه لوى پوهنتون دى، چې بشپړ تاسيسات يې د هندوستان هېواد د ١٠٠ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د کندهار ښار د ترنک د څېړنيز فارم په ساحه کې جوړېږي.

که څه هم د دغه پوهنتون د ودانۍ د رغولو چارې لا نه دي پيل شوي، خو چارواکي وايي، تر هغه چې تر راتلونکو دوو يا درېيو کلونو د دغه پوهنتون لپاره ودانۍ جوړېږي، اوسمهال به يې چارې د کرنې او مالدارۍ انسټيټيوټ په ودانۍ کې پيلوي، چې د کاناډا هېواد په مالي لګښت جوړه شوې ده.

د کندهار د ولايت مقام د دفتر رييس ډاکټر پروېز نجيب پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ټاکل شوې کمېټې د ياد پوهنتون د پرانيستلو لپاره د چمتووالي چارې بشپړې کړې دي.

هغه د پوهنتون د پرانيستنې دقيقه نېټه ونه ښوده، خو ويې ويل چې ډېر ژر به د يوه لوړ پوړي افغان او هندي پلاوي له خوا پرانيستل شي.

نوموړي زياته کړه، تر دې مهاله د دغه پوهنتون د پيلېدو په موخه د هندوستان هېواد يو شمېر چارواکو کندهار ته سفرونه کړي او دغلته يې د دغه پوهنتون پر چارو له والي او اړوندو نورو مسوولينو سره خبرې کړې دي.

د کندهار والي او د ياد پوهنتون موسس او رييس پوهاند ډاکټر توريالي ويسا پژواک خبري اژانس ته وويل، د کرنيزو علومو او ټکنالوجۍ ملي پوهنتون د هندوستان د هغو ٥٠٠ ميليونه ډالرو مرستې يوه برخه ده، چې په ٢٠١١ زېږديز کال کې د دغه هېواد لومړي وزير منموهن سنګهـ افغانستان ته د خپل سفر پر مهال ژمنه کړې وه.

هغه زياته کړه، د کرنيزو علومو او ټکنالوجۍ د ملي پوهنتون ودانۍ د کندهار- سپين بولدک لويې لارې ته څېرمه د ترنک فارم په ٥ زره جريبه ځمکه کې جوړېږي، چې پر ټولو تاسيساتو يې ١٠٠ ميليونه امريکايي ډالر لګښت راځي.

د نوموړي په وينا، تر هغه وخته چې د ياد پوهنتون لپاره د يوې مجهزې ودانۍ پر جوړولو کار پيلېږي، د ولسمشر له حکم سره سم به د کرنې او مالدارۍ د انسټيټيوټ په ودانۍ کې خپلې رسمي چارې پيلوي.

ويسا وايي، د کرنې د ودې په برخه کې (څېړنه، ترويج او ښوونه) هغه درې اساسات دي، چې د نړۍ پرمختللي هېوادونه يې په اقتصادي ډګر کې پر ځان بسيا کړي دي.

د ده په خبره، دغه هدف ته د رسېدو لپاره د ټول هېواد هيلې په کندهار کې پيل کېدونکي د زراعتي علومو او ټکنالوجۍ ملي پوهنتون ته دي.

ويسا وويل، دغه فورمول په هندوستان کې ډېرې ښې پايلې لرلې دي او د هند اوسېدونکي يې د زرغون انقلاب په نوم يادوي.

ويسا زياته کړه: “د څېړنې، ترويج او ښوونې د فورمول پر بنسټ لومړى پر کرنيزو تخمونو څېړنه کېږي، وروسته يې د ترويج لپاره هلې ځلې کېږي، وروسته محصلينو ته تدريسېږي او په دې توګه دغه چاره تر کروندګرو غځېږي او په پايله کې يې په کرنيز سکتور کې بنسټيز ګامونه اخيستل کېږي.”

د کندهار والي وايي، په نړۍ کې چې کومو هېوادونو دغه مثلث عملي کړى، نو نه يواځې خپل هېوادونه يې له ځانه پوره کړي، بلکې د نورو هېوادونو اړتياوې يې هم پوره کړې دي.

د دې ترڅنګ هغه هيله وښوده ، چې دغه پوهنتون به په راتلونکي کې د هېواد د کرنيزو علومو پاليسي هم جوړوي.

د نوموړي په وينا، په دغه پوهنتون کې به د مالدارۍ، د نباتاتو د ساتنې، د زراعتي اقتصاد، ترويج، د مېوو د ودې او نور پوهنځي چې شمېر به يې تر ١١ پورې رسېږي، جوړوي.

د هغه په خبره، د لومړي ګام په توګه به په دغه پوهنتون کې نږدې پنځوس تنو د زراعت له پوهنځي څخه فارغو شويو محصلينو ته د تخصص او ماسټرۍ په کچه تدريس پيل شي.

ده وويل: “که څه هم د افغانستان په کچه شته ٢٤ پوهنتونونه ټول د زراعت پوهنځي لري، خو ستونزه دا ده، چې د کرنې په بېلابېلو څانګو کې متخصصين نه لري، چې دغه تشه به د دغه پوهنتون له لارې ډکه شي.”

د نوموړي په وينا، په دغه پوهنتون کې به نه يواځې افغان ښوونکي، بلکې د هندوستان هېواد ښوونکي هم تدريس کوي.

والي دغه راز وويل، چې د هېواد په کچه به دغه پوهنتون په اوو زراعتي زونونو کې څانګې ولري، د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې به څېړنې کوي او پايلې به يې د همدې پوهنتون له لارې له کروندګرو سره شريکېږي.

څه موده وړاندې له هندوستان هېواد څخه د ډاکټر سنګهـ په مشرۍ راغلي پلاوي ويلي و ، چې هېواد يې د دغه پوهنتون لپاره په لوړ معيار ودانۍ جوړوي، چې ټول اړوند پرمختللي سامان الات، د څېړنې لپاره لابراتوارونه او نورې اسانتياوې به ولري.

دغه راز په افغانستان کې د هندوستان سفير امر سنها هم د يوه پلاوي په مشرۍ تېره اوونۍ کندهار ته سفر کړى و او ويې ويل چې هېواد به يې د ياد شوي پوهنتون د حمايې تر څنګ په نورو ټولنيزو او پرمختيايي چارو کې هم مرسته کوي.

د کندهار پوهنتون رييس ډاکټر حضرت مير توتاخېل په دغه ولايت کې د زراعتي علومو او ټکنالوجۍ د ملي پوهنتون جوړېدل د ټول هېواد لپاره يو لوى پرمختګ بولي.

هغه وايي، د دغه پوهنتون له فعاله کېدو سره به نه يواځې افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخه کې متخصصين ولري، بلکې د کرنې په برخه کې به د هېواد په کچه لوى پرمختګ رامنځته شي او اقتصادي ودې ته به لاره هواره کړي.

د کندهار د کرنې رييس انجنير احمدشاه روشن وايي، چې په هېواد کې د کرنې او مالدارۍ په برخه د ګڼ شمېر نورو ستونزو تر څنګ د ظرفيتونو نشتوالى جدي ستونزه ده.

هغه زياته کړه، د زراعتي علومو او ټکنالوجۍ ملي پوهنتون به دغه تشه ډکه کړي او د کرنۍ او مالدارۍ په برخه کې به ستونزو ته د پاى ټکى کښېږدي.

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version