ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار په ٦ نورو ولسواليو کې هم سيمه ييز پوليس فعال شول

11 Feb 2014 - 13:00
11 Feb 2014 - 13:00

جلال اباد ( پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٢ )  : د ننګرهار ولايت په شپږو نورو ولسواليو کې هم سيمه ييز پوليس فعال  شول.

په دې اړه نن د سلواغې په ٢٢مه، د جلال  اباد په قصر کې غونډه جوړه شوې وه، چې پکې والي مولوي عطاء الله لودين، د يادو ولسواليو چارواکو، د پوليسو مسوولينو او قومي مشرانو برخه اخيستې وه.

د ننګرهار والي پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په دې ولسواليو کې حصارک، شېرزاد، اچين، چپرهار، نازيان او بټي کوټ ولسوالۍ شاملې دي.

هغه زياته کړه، چې په نا امنه ولسواليو کې د امنيت ښه کولو په موخه دوى له تېرې څه مودې راهيسې له کورنيو چارو وزارت څخه غوښتنه کوله، چې په يادو ولسواليو کې سيمه ييز پوليس فعال کړي او هغوى دا غوښتنه ومنله.

غونډې ته په خپله وينا کې والي وويل، چې امنيت د پخوا په پرتله ښه شوی، خو د هېواد دښمنان غواړي، چې د ټاکنو پر مهال نا امني زياته کړي .

ده زياته کړه، چې ددغو پوليسو په ګومارلو سره به په يادو سيمو کې د نا اامنيو مخه ونيول شي او خلک به په ارامه فضا کې په ټاکنو کې ونډه واخلي.

هغه له سيمه ييزو پوليسو وغوښتل، چې د خلکو مذهب، کولتور، دودونو او رواجونو ته درناوى وکړي، ځکه چې دده په وينا، د سيمه ييزو پوليسو د ښه چلند له امله دولت سره د خلکو همکاري زياتېږي .

د ننګرهار والي له قومي مشرانو وغوښتل ، چې د سيمه ييزو پوليسو په تنظيم او ترتيب کې له  امنيه قوماندانۍ سره همکاري وکړي.

د کورنيو چارو وزارت اړونده د سيمه ييزو پوليسو لوى رييس پاسوال عليشاه احمدزي وويل، چې د سيمه ييزو پوليسو موخه او مفکوره داده ، چې له خپلې خاورې او ولس څخه دفاع وکړي.

 

هغه زياته کړه ، چې سيمه ييز پوليس  په لرو پرتو سيمو کې د امنيت ټينګولو ترڅنګ د هر ډول طبعي پېښو پر مهال هم له خلکو سره مرسته او همکاري کوي .

احمدزي وويل ، چې د سيمه ييزو پوليسو عمر بايد له  اتلسو کلونو څخه تر ۴۵ پورې وي ، په نېکو اعمالو مشهور وي او په جنګي جرايمو کې دخيل نه وي .

د نوموړي په وينا، هر يوه سيمه ييز پوليس ته به د مياشتې شپږ زره افغانۍ معاش او ٣٧٠٠ افغانۍ د بدل اعاشې په توګه ورکول کېـږي .

د سيمه ييزو پوليسو عمومي مشر وويل، چې دا ډول پوليسو ته يوه مياشت روزنه ورکول کېږي او بيا په دندو ګومارل کېږي .

د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد له  کورنيو چارو وزارت  او د  سيمه ييزو پوليسو له عمومي رييس څخه مننه وکړه، چې ننګرهار ته يې پاملرنه وکړه او ددوى غوښتنه يې ومنله.

د هغه په وينا، په يادو شپږو ولسواليو کې د سيمه ييزو پوليسو ګومارل کېدو سره به په دې سيمو کې امنيت ښه شي .

د ننګرهار د ولايتي شورا غړى وکيل ضابط امير محمد د خلکو په استازيتوب په يادو ولسواليو کې د سيمه ييزو پوليسو پر فعالولو خوښي څرګنده کړه او ډاډ يې ورکړ، چې خلک به له دوى سره بشپړه همکاري کوي.

د يادونې ده ، چې له دې مخکې د ننګرهار په خوګياڼيو او ګوشتې ولسواليو سيمه ييز پوليس فعال شوي و.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version