ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني د مراسمو لپاره تدابير نيول شوي

13 Feb 2014 - 16:57
13 Feb 2014 - 16:57

غزني (پژواک ٢٤ سلواغه ٩٢): د غزني ولايت چارواکي وايي، په دغه ولايت کې يې د هغې نړيوالې غونډې د جوړولو لپاره تدابير نيولي، چې غزني به په کې د اسلامي هېوادونو د پلازمېنې په نوم ونومول شي.

د دغه ولايت د والي وياند شفيق ننګ د سلواغې په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه نړيواله غونډه د روان لمريز کال د کب مياشتې په څلورمه نېټه ترسره کېږي، چې له همدې اوسه ورته چمتوونالى نيول شوى دى.

ننګ وايي: ((امنيتې تدابير مو نيولي دي، امنيتي ځواکونه هڅه کوي، چې په دې ورځ به پوره امنيت ونيسي څو دغه مراسم په ښه ډول ترسره شي.))

د هه په وينا، په دغو مراسمو کې په د کورنيو لوړپوړو چارواکو تر څنګ بهرني مېلمانه هم ګډون وکړي او شونې ده، چې پر دې ورځ زيات افغان وزيران غزني ته راشي.))

تر دې مخکې د کورنيو چارو د وزير په ګډون د ملي شورا يو شمېر غړو غزني ته سفر کړى و څو د دې پيليدونکې غونډې د چمتووالي چارې وڅاري خو د وسله والو طالبانو له خوا پرې دوه راکټي بريدونه ترسره شول.

په هغې پېښه کې چا ته زيان ونه رسېد خو دغلته يې د راتلونکو غونډو په تړاو د خلکو اندېښنې راوپارولې دي.

بلخوا بيا د غزني ولايت چارواکو وايي، چې د دې جوړېدونکې نړيوالې غونډې لپاره چمتووالى لري او هېڅ ډول ستونزه به په کې رامنځ ته نه شي.

د دغه ولايت د والي وياند شفيق ننګ هيله څرګنده کړه، چې ولسمشر کرزي يا هم د هغه مرستيالان به په دې جوړېدونکې غونډه کې غزني ته راشي.

د نوموړي په وينا، په دغو مراسمو کې به له غزني څخه هغه کسان ګډون وکړي، چې مخکې له مخکې ورته کارتونه ورکړل شوي او هر څوک چې دغه کارت ونه لري نو په دغو مراسمو کې ګډون نه شي کولای.

په ورته مهال د غزني خلک له چارواکو غواړي، چې په دې ورځ دې داسې امنيت ونيسي چې ولسي وګړو ته په کې ستونزو پيدا نه شي.

د غزني ښار يوه اوسېدونکي او هټۍ وال جمشېد پژواک ته وويل، په تېرو دغسې مراسمو کې د غزني تر نيمايي زيات ښار د دريو ورځو لپاره تړلی و چې له امله يې خلک له زياتو ستونز سره مخ و.

هغه وايي: ((کله چې چارواکي د امنيت خبره کوي نو ولې په داسې ورځو کې د غزني د ښار هټۍ تړي او د خلکو د کار مخه نيسي.))

د ۲۰۱۳ کال په لومړيو مراسمو کې نږدې درى ورځې د غزني نيمايي ښار د ممکنه امنيتي ستونزو د مخنيوي په پلمه تړل شوى و.

غزني په ۲۰۰۷ميلادي کال کې د ليبيا په طرابلس ښار کې د اسلامي نړۍ پلازمېنه ونومول شو، چې لومړى مراسم يې د روان کال د وری مياشتې په ۲۴ مه ترسره شول او ټاکل شوې وروستي مراسم يې د کب په ۴ مه ترسره شي.

ځايي چارواکي وايي، هغه ژمنې چې د نړيوالو ټولنو او حکومت له لوري د غزني له ولايت سره د بيارغونې په برخه کې شوې وې، کابو ۶۰ سلنه يې عملي شوې دي، خو تر اوسه په خپله د اسلامي ثقافت د مرکز چارې پای ته نه دې رسېدلې.

بلخوا د ميدان وردګو ولايت چارواکي وايي ، چې د اسلامي نړۍ ثقافت د مرکز په توګه به د غزني ښار د پېژندلو د مراسمو په موخه به د کابل ـ غزني د لويه لارې امنت په بشپړ ډول خوندي وي.
ددې ولايت د والي وياند عطاء الله خوګياڼي پژواک اژاسن ته وويل چې نن په دې اړه د والي عبدالمجيد په مشرۍ يوه غونډه جوړه شوې وه، چې په کې امنيتي چارواکو هم ګډون درلود.

والي د غونډې ګډونوالو ته وويل، چې د يادو مراسمو له پيلېدو څو ورځې وړاندې به په ميدان وردګو ولايت کې د کابل ـ غزني لويه لاره د لويو اکمالاتي کاروانونو پر وړاندې وتړل شي.

دغه راز والي ټولو امنيتي ارګانونو ته هم سپارښتنه وکړه، چې د يادو مراسمو ترسره
کېدو لپاره، سر له نن څخه د کابل ـ غزني په لويه لاره ګزمې پيل کړي او د دغه ولايت د امنيتي ارګانونو تر منځ د همغږۍ مرکز ته لارښوونه وکړه، چې پر ياده لويه لاره د جوړو شوو پوستو او ګزمو څارنه وکړي .

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version