ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي پيوند ګوند او د سوېل ختيځ زون مشرانو له اشرف غني څخه ملاتړ اعلان کړ

13 Feb 2014 - 19:53
13 Feb 2014 - 19:53

کابل (پژواک ٢٤ سلواغه ٩٢): د ملي پيوند ګوند او د افغانستان د اسماعيليانو شورا په راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشرۍ ټاکنو ته د ډاکټر اشرف غني احمدزي له نوماندۍ څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

په هغې غونډه کې، چې نن  د سلواغې په ٢٤ مه، کابل کې د ملي پيوند ګوند او د افغانستان د اسماعليانو شورا د زرګونو پلويانو له لوري رابلل شوې وه، د افغانستان د اسماعليانو شورا او ملي پيوند ګوند مشر سيد منصور نادري، له اشرف غني احمدزي څخه د خپل ملاتړ لامل، د هغه کره او ښو پروګرامونو لرل په ګوته کړل.

نوموړي وويل، له تېرو څو مياشتو راهيسې د ملي پيوند ګوند او د افغانستان د اسماعليانو شورا د پلويانو او شنونکو له لوري، د اشرف غني احمدزي د کاري پروګرامونو په اړه کره څېړنې تر سره شوې او له هغه وروسته دغه ګوند پرېکړه وکړه، ترڅو له هغه څخه خپل سياسي ملاتړ اعلان کړي.

سيدمنصور نادري زياته کړه، د ملي پيوند ګوند په ټول افغانستان کې د خپلو پلويانو په ګډون، د ټولنې د نورو غړو په څېر د ټاکنې او د رايې ورکونې حق لري او اسماعليان د هېواد په ١٤ ولايتونو کې مېشت دي.

هغه زياته کړه، د ملي پيوند ګوند د خپلو سياسي متحدينو په ګډون په هېواد کې له ډېر نفوذ څخه برخمن دى او په افغانستان کې د وګړو يوه لوه برخه تشکيلوي او هر مهال له هغو پروګرامونو څخه، چې ملي ګټې خوندي کوي، ملاتړ کوي.

د ملي پيوند ګوند او د اسماعليانو شورا مشر، په افغانستان کې له خپلو ټولو ملاتړ کوونکو او متحدينو وغوښتل، ترڅو په راتلونکو ټاکنو کې د رايې ورکونې صندوقونو ته ولاړ شي او خپله رايه د ډاکټر اشرف غني احمدزي په ګټه وکاروي.

ډاکټر اشرف غني احمدزي، چې په نننۍ غونډه کې يې شتون درلود، له نوموړي څخه د ملي پيوند ګوند ملاتړ د ملي يووالي يوه بېلګه وبلله او ژمنه يې وکړه، چې په ټاکنو کې د برياليتوب پر مهال به د ملي يووالي راوستو لپاره ډېرې هلې ځلې وکړي.

هغه زياته کړه: “د نن ورځې ملي يووالى به په خپلو وينو وساتو او پراختيا به ورکړو.”

اشرف غني وويل: “زموږ ژمنه د افغانستان د ټولو محرومو کسانو د ستونزو له منځه وړل دي، چې اوسمهال اسماعليان په محرومو سيمو کې ژوند او دا موږ ته د منلو وړ نه ده.”

د اشرف غني احمدزي دوهم مرستيال محمد سرور دانش، په نننۍ ناسته کې په خپلې وينا کې له ټولو خلکو وغوښتل، چې په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي.

هغه وويل، که چېرې د بدلون او دوام ټيم بريالى شي، نو ټول هېوادوال به له يو شان حقونو برخمن شي.

د يوه بل خبر له مخې، په کابل کې نن د سوېل ختيځ زون (لوګر، پکتيا، پکتيکا، خوست او غزني ولايتونو) سلګونو قومي مشرانو په يوه ورته غونډه کې، د ډاکټر اشرف غني احمدزي له نوماندۍ خپل ملاتړ اعلان کړ.

نن په دغې غونډه کې، چې په کابل کې تر سره شوه، د دغو ولايتونو له ٧ سوه څخه ډېرو قومي مشرانو، اشرف غني احمدزى د راتلونکو ټاکنو لپاره مناسب کانديد وباله.

د پکتيا ولايت يوه قومي مشر حاجي عبدالباري وويل، چې ډاکټر اشرف غني احمدزى يو متفکر، پوه او وړ شخصيت دى.

هغه زياته کړه: له ډېرو څېړنو وروسته دې پايلې ته ورسېدو، چې د اقتصاد د پرمختګ، د خلکو د ژوند هوساينې او د هېواد د ستونزو د حل لپاره، له اشرف غني څخه خپل ملاتړ اعلان کړو.

يوه بل قومي مشر اکبر نېکزاده وويل: “خلک بايد داسې يوه کس ته خپله رايه ورکړي، چې هېواد او خلکو ته خدمت وکړي، چې دغه شخص اشرف غني احمدزى دى او خپل ښه پروګرامونه يې د ټلويزيون له لارې څرګند کړي؛ د پکتيا او پکتيکا خلک له نوموړي څخه خپل ملاتړ اعلانوي.”

په دغې غونډه کې د حق او عدالت ګوند غړي حميدالله فاروقي، په هېواد کې له اوسنيو ستونزو لکه ناامني، بې عدالتي، بې ثباتي او اداري فساد څخه اندېښنه څرګنده کړه او زياته يې کړه، که چېرې د ډاکټر اشرف غني احمدزي ټيم بريالى شي، نو دغه ټولې ستونزې به حل کړي او د افغانستان لپاره به يوه ښه حکومتوالۍ رامنځ ته کړي.

 

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version