ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان ملت د اسلامي حرکت ګوند د اشرف غني ملاتړ وکړ

23 Feb 2014 - 11:00
23 Feb 2014 - 11:00

کابل (پژواک ٤ کب ٩٢): د افغانستان ملت د اسلامي حرکت ګوند، د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو له کانديد اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

دغه ګوند خپله پرېکړه نن (د کب ٤مه) د اشرف غني او دواړو مرستيالانو جنرال عبدالرشيد دوستم او محمد سرور دانش او د سلګونو کسانو په ګډون د يو لړ مراسمو په ترڅ کې په کابل کې څرګنده کړه.

د افغانستان ملت اسلامي حرکت ګوند مشر سيد هادي هادي په دغو مراسمو کې وويل، چې دغه ګوند د ملي پيوند ګوند او د افغانستان د اسماعليانو سراسري شورا د مشر سيد منصور نادري په هڅونې، د اشرف غني احمدزي له ټېم څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

هغه وويل: “موږ پرېکړه کړې، چې د نورو هېوادوالو، ګوندونو، فکري، سياسي او اجتماعي شخصيتونو تر څنګ له هغه ملاتړ وکړو او په راتلونکو ټاکنو کې برياليتوب ترلاسه کړو.”

د افغانستان ملت اسلامي حرکت ګوند مرستيال محمد حسين جعفر هم وويل، چې دغه ګوند د يوه ملي ګوند په توګه د هېواد په ٢٩ ولايتونو کې فعاليت لري، چې د هېواد په بېلابېلو قومونو کې د خپلو ملاتړ کوونکو په ګډون به په راتلونکو ټاکنو کې په پراخه توګه ونډه واخلي.

هغه وويل، دغه ګوند له ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه د خپل ملاتړ په بدل کې له هغه څخه د کوم امتياز (وزارت، ولايت او امنيه قوماندانۍ) غوښتنه نه ده کړې.

محمد حسين جعفري زياته کړه، له ډاکټر اشرف غني څخه له دې امله ملاتړ کوو، چې د خپل برياليتوب پر مهال د دوى شعار (بدلون) هېواد ته راولي او دوام ورکړي.

د دغه ګوند مرستيال، د ډاکټر اشرف غني له بدلون او دوام ټاکنيز ټېم څخه وغوښتل، چې د برياليتوب پر مهال دې په هېواد کې ټولنيز عدالت پلى کړي او د افغانستان ملت اسلامي حرکت ګوند حق دې هم ورکړي.

ډاکټر اشرف غني هم د خپلو څرګندونو پر مهال د افغانستان ملت اسلامي حرکت ګوند له ملاتړۍ هرکلى وکړ او ويې ويل، چې له نوموړي څخه د حرکت ګوند ملاتړ، د ده ټېم د برياليتوب پر لوري بيايي.

اشرف غني زياته کړه: “دغه ملت اراده لري، د خپلې رايې اهميت پېژني او هېچا ته د درغلۍ کولو اجازه نه ورکوي او د دغه ټېم پانګونه ستاسو پر زړونو ده، چې د يوه واحد افغانستان لپاره هلې ځلې کوي.”

نوموړي زياته کړه، د نوموړي ټېم به د ټاکنو په ورځ د ټاکنو په صندوق کې د خپلې اصلي رايې د اچونې په پايله کې، برياليتوب تر لاسه کړي.

د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د ١١ کانديدانو سيالۍ د سلواغې په ١٣ مه پيل شوې او ټاکل شوې چې د ټاکنو د ترسره کېدو دوه ورځې وړاندې پاى ته ورسېږي.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version