ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“امنيتي سند بايد يوازې د امريکايي اډو لپاره زمينه برابره نه کړي”

14 Feb 2014 - 12:36
14 Feb 2014 - 12:36

کابل (پژواک ٢٥ سلواغه ٩٢): د داسې امنيتي سند لاسليک چې يوازې په افغانستان کې د امريکايانو د اډو لپاره زمينه برابره کړي او په افغانستان کې د سولې راتلو لامل نه شي، افغانانو ته هېڅ ګټه نه لري.

دغه مطلب ولسمشر حامد کرزي د ترکيې له دولتي راډيو تلويزيون سره په يوه مرکه کې څرګند کړى دى.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ولسمشر حامد کرزي په دې مرکه کې چې د ترکيې په پلازمېنه انقره ښار کې ترسره شوه، له امريکا سره د پوځي امنيتي تړون په اړه وويل: ((له امريکا سره پوځي او امنيتي تړون او همدارنګه د افغانستان او ناټو ترمنځ د امنيتي تړون او امريکا ته د پوځي اډو ورکړه بايد په افغانستان کې د سولې لامل وګرځي.))

ولسمشر حامد کرزي په دې مرکه کې يو ځل بيا له امريکا سره د امنيتي تړون د لاسليک لپاره پرخپل پخواني دريځ ټينګار وکړ او زياته يې کړه: ((زه پوهېږم چې يو زيات شمېر افغان طالبان د سولې غوښتونکي دي او غواړي خپل هېواد ته را وګرځي، ځکه نو امريکا او پاکستان بايد له موږ سره مرسته وکړي تر څو له افغان طالبانو سره د سولې پروسه پيل کړو.))

هغه د دغه ټکي په څرګندولو سره چې له ترهګرۍ سره جګړه زموږ په کليو او بانډو کې نه ده، زياته کړه: ((ما تل ټينګار کړى له ترهګرۍ سره د جګړې لپاره چې امريکا او ناټو کومه لاره غوره کړې، ناسمه ده.))

ولسمشر کرزي په خپله دې مرکه کې له امريکايي ځواکونو وغوښتل، چې د ترهګرۍ پر پټنځايونو، مالي سرچينو، د هغوى د زده کړې پر مرکزونو او ايډيولوژيکو سرچينو باندې لا زيات تمرکز وکړي.

ولسمشر حامد کرزي د خپلو خبرو په دوام ټينګار وکړ، چې امريکا په دې سيمه کې خپلې ګتې لري او د خپلو ګټو پر اساس دلته د خپلې پاتې کيدنې په اړه پرېکړه کوي.

خو د دغه شتون په مقابل کې بايد افغانان له سولې او امنيت څخه برخمن شي او يوازې په افغانستان کې د سولې او امنيت د ټينګښت په صورت کې ده چې افغانان به د دوى متحد اوهمکار وي او دا اړيکه بايد د همکارۍ يوه اړيکه وي او د دواړو اړخونو ګټې بايد په کې په پام کې ونيول شي.

سرچينه زياتوي چې ولسمشر حامد کرزي د افغان سولې بهير په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې د سولې د خبرو اترو او د افغانستان له وضعيت څخه د ناوړه استفادې ترمنځ يو څرګند توپير شتون لري.

ولسمشر کرزي ټينګار وکړ: ((موږ د سولې خبرې اترې غواړو خو هېڅ بهرني ځواک ته اجازه نه ورکوو چي د افغانستان له سياسي وضعيت څخه د سولې د خبرواترو په نوم ناوړه ګټه پورته کړي.))

ولسمشر په دې اړه زياته کړه: ((زه هيله لرم چې افغان طالبان د سولې له شورا سره ژر تر ژره خبرې اترې پيل کړي.))

ولسمشر کرزي د خپلو خبرو په يوه برخه کې د راتلونکو ټاکنو په اړه وويل، چې ټاکنې به په افغانستان کې ترسره کېږي او افغانان به حتماً د راتلونکې اپرېل مياشتې په ټاکنو کې برخه واخلي.

ولسمشر د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې او د ده له خوا راتلونکي ولسمشر ته د واک لېږد د افغانستان لپاره يوه ستره بريا او د هېواد د ثبات پر لور يو مخ پر وړاندې ګام وباله.

کرزي د افغان امنيتي ځواکونو مېړانه او سرښندنه وستايله او څرګنده يې کړه چې افغان امنيتي ځواکونو په مېړانه او زړورتوب سره ګڼې قربانۍ ورکړې دي او د افغانستان خلک له هغوى څخه مننه او قدرداني کوي.

حامد کرزي وويل: ((پر دې چې زموږ امنيتي ځواکونه خپل ژوند له لاسه ورکوي خواشينى دى، خو پر دې چې هغوى له خپل هېواده دفاع کوي، پرې خوشحاله يم.))

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version