ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: بهرنيان بايد په افغانستان کې د روسانو له ماتې عبرت واخلي

14 Feb 2014 - 16:16
14 Feb 2014 - 16:16

کابل (پژواک ٢٥ سلواغه ٩٢): خلک وايې چې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو ترخې خاطرې د هر افغان په ذهن کې شته او بايد بهرنيان په افغانستان کې د روسانو له ماتې نه پند واخلي.

سبا د سلواغې ٢٦مه له افغانستان څخه د شوروي د سرو پوځونو د وتلو له کليزې سره برابره ده.

د هغه وخت د شوروي اتحاد ١٢٠ زريز پوځ چې په ټانګونو، جنګي الوتکو او عصري جنګي وسلو سمبال و، د ١٣٥٨ کال د مرغومي په شپږمه نېټه پر افغانستان بريد وکړ.

دغه يرغل چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې  وسله وال پاڅونونه ورسره مله وو، کم او زيات يوه لسيزه يې دوام وکړ او د شوروي سره پوځونه په افغانستان کې تر ماتې وروسته د ١٣٦٧ کال د سلواغې په ٢٦مه له افغانستان څخه بهر شول.

يو شمېر خلک په داسې حال کې چې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو پر لاس د افغانانو وژنه غندي، په افغانستان کې دمګړۍ د مېشتو بهرنيو پوځيانو کړنې هم له هغوى سره ورته ګڼي.

د کابل ولايت د چهار اسياب ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي نادر پژواک ته وويل، چې روسانو په خپله غوښتننه پر افغانستان تېرى وکړ خو د افغانانو د قوي ارادې له امله يې ماتې ومنله او دغه هېواد يې پرېښود.

نوموړى وايي، چې روسانو په خراب نيت سره پر افغانستان بريد وکړ، د دوى کړنې د هر افغان په ذهن کې پاتې کېدونکې او نه هېرېدونکې دي.

بلخوا د مريم په نوم يوه مېرمن چې خاوند يې روسانو وژلى وايي، هغه درد چې دوى ته رسېدلى، تر مرګه پورې به يې هېر نه کړي.

دې مېرمنې چې د شپږو ماشومانو مور ده پژواک ته وويل، هر هېواد چې افغانستان او افغانانو ته په بد نظر وګوري، سترګې به يې ړندې شي.

دې شپېته کلنې مېرمن په افغانستان کې د بهرنيو (ناټو) ځواکونو له کړنو هم سر ټکاوه.

هغې وويل، چې د روسانو وتل هر افغان ته خوښي او وياړ راووړاو د دې په وينا دويم ځلي د بهرنيانو راتګ ټولو افغانانو ګومان درلود چې بيا به دلته د روسانو په څېر کارونه نه تکرارېږي خو وروسته وليدل شول چې ناټو ځواکونه هم د روسانو کارونه ترسره کوي.

مريم وويل: ((بهرنيان بايد د روسانو له شوم برخليک څخه پند واخلي.))

دې زياته کړه: ((دا پېښه زموږ ټولو په ذهن کې د يوې ترخې خاطرې په توګه پاتې ده او تر څو چې ژوندي يو رانه هېرېږي نه.))

نه يوازې مريم، چې په سلګونو نورې کورنۍ هم پر افغانستان د شورويانو د تېرې په يوه لسيزه کې د خپلو کورنيو غړي له لاسه ورکړې دي او نه شي کولاى دا ورځ هېره کړي.

د سالنګ ولسوالۍ د ميانه ګي کلي يو سپين ږيرى حاجي محمد ياسين وايي چې شوروي ځواکونو د خپلو وتلو په ورځ سلګونه ټانکه د سالنګ او جبل السراج د کليو څنګ ته درولي وو او کلي يې تر بريد لاندې ونيول.

نوموړى وايي، چې د هغوى د دغه بريد موخه څرګنده نه وه، خو ټوله سيمه وحشت په سر اخيستې وه او شووري عسکرو پرته له کوم دليل څخه خلک پر وينو ولمبول.

د دغه سپين ږيري په خبره، له افغانستان څخه د وتلو په وخت کې د شوروي عسکرو دغه بريد څو ساعته دوام وکړ چې پر هر کلي د ګوليو د لګېدو له امله تر ٣٠ تنو زيات چې ښځې او ماشومان هم په کې و، ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.

حاجي ياسين زياته کړه: ((د سالنګ ټوله ولسوالۍ پر يوه کنډواله بدله شوې وه، په کليو کې يو وحشت را منځ ته شوى و چې آن ټپيان او شهيدان تر څو ورځو پورې تر خاورو لاندې پراته وو.))

په کابل ښار کې د يوه خصوصي پوهنتون استاذ احمدزى حيدري هم وايي: ((په واقعيت کې د روسانو او امريکايانو موخې يو شان دي، خو کوم توپير چې دى هغه دا دى چې روسانو نېغ په نېغه په افغانستان کې خپلې موخې پلې کولې او بې ګناه وګړي يې وژل، خو اوس امريکايان د پردې شا ته خپلې موخې څاري…..))

استاد حيدري پژواک ته وويل، چې روسانو خلک د مجاهد، اخواني، خلقي او پرچمي په نامه وژل، خو اوس خلک د طالب، ترهګر او له امريکايانو سره د لاس لرلو په تور وژل کېږي.

هغه د دغه ټکې په يادولو سره چې په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو د لس کلن شتون په موده کې د شپې عملياتو او د دولت له وسله والو مخالفينو سره په جګړه کې تر ټولو زيات زيان او مرګ ژوبله ملکي وګړو ته رسېدلې ده، وويل: ((روسانو خلک د مسلمان په نامه ژوندي تر خاورو لاندې کول.))

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د روسانو کړنې د بښنې وړ نه دي او د هغوى تېرى په هېڅ توګه د منلو وړ نه دى.

خو مهرين بيا د پورته يادو شوو نورو کسانو له نظر سره موافق نه دى او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو شتون اغېزمن ګڼي.

هغه وايي چې امريکا او نړيوالې ټولنې په تېرو لسو کلونو کې د بيارغونې ډېر کارونه کړي دي، د ملي اردو ځواکونه يې پياوړي کړي او په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه شوي دي، چې بايد وساتل شي او پياوړي شي.

پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د يرغل په پايله کې هېواد پر کنډواله بدل شو.

تر يو ميليون ډېر زيات افغانان ووژل شول، لسګونه زره تنه معيوب او معلول او ميليونونه نور ګاونډيو او نورو هېوادونو ته مهاجر شول.

د خپرو شوو سر شمېرو پر اساس، په دې دوره کې په افغانستان کې تر١٤٤٥٠ زيات شوروي سرتېرې مړه، ٤٩٩٨٠ ټپي او ٣٣٠ تنه لادرکه شول.

جنرال بوريس ګروموف، وروستى شوروي پوځي افسر و چې د امو پر پله واوښت او بېرته يې شا ته را ونه کتل.

Views: 11

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version