ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې د پخواني شوري اتحاد د ماتې ورځ ولمانځل شوه

په افغانستان کې د پخواني شوري اتحاد د ماتې ورځ ولمانځل شوه

author avatar
15 Feb 2023 - 10:42
په افغانستان کې د پخواني شوري اتحاد د ماتې ورځ ولمانځل شوه
author avatar
15 Feb 2023 - 10:42

کابل (پژواک، ۲۶ سلواغه ۱۴۰۱): د سلواغې ۲۶مه چې له افغانستانه د شوروي سرو لښکرو د وتلو او ماتې له ۳۴مې کلیزې سره برابره ده، هر کال په افغانستان کې عمومي رخصتي او یاده ورځ لمانځل کېږي.

د پخواني شوروي اتحاد سل زره سرو لښکرو د ۱۳۵۸ کال د مرغومې په شپږمه له ځمکې او اسمانه پر افغانستان بریدونه وکړل او ډېرې سیمې يې ونیولې.

د شوروي اتحاد ځواکونه د هغه مهال پر وسلو سمبال و خو دغه ځواکونه د افغانانو له کلک مقاومت سره مخ شول او پر وړاندې یې افغانانو مبارزه او جهاد پیل کړ.

د راپورونو له مخې، د یاد اتحاد په نهه کلنه جګړه کې نږدې ۱۵۰زره سرتېري وژل شوي دي.

د بي‌بي‌سي په حواله، د ۱۹۸۹ کال د فبرورۍ پر ۱۵ ورځ ۱۱ بجې او ۵۵ دقیقې وې چې د جنیوا هوکړه عملي شوه او د شوروي ځواکونو د ۴۰ فرقې قوماندان جنرال بوریس ګروموف د وروستي پوځي په توګه پر امو سیند د دوستۍ له پله ازبکستان ته واوښت او په افغانستان کې د شوروي پوځ یرغل پای ته ورسېد.

ویل شوي چې پر افغانستان د شوري اتحاد یرغل په پایله کې تر یو نیم میلیون پورې افغانان شهیدان او میلیونونه نور کډوال او معلول شوي دي.

نن ‏د سلواغې ۲۶مه، له هېواد څخه د پخواني شوروي اتحاد د لښکرو د وتلو او ماتې ورځ ده.

د يادونې ده چې پخواني شوروي اتحاد د ١٣٥٨ کال د مرغومې په شپږمه پر افغانستان يرغل وکړ او د ١٣٦٨ کال د سلواغې په ٢٦ مه يې خپله ماتې ومنله او له افغانستان څخه بېرته ووت.

Views: 128

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.