Language

نن په کابل ښار کې د اوو ورځو مخکې په نسبت د پټرول او ډېزل تېلو بیې ټیټې شوې دي

کابل (پژواک، ۱۳ مرغومی ۱۴۰۴): نن په کابل ښار کې د اوو ورځو مخکې په پرتله د اوړو، غوړیو، د پټرول او ډېزل تېلو او سرو زرو بیې ټیټې، خو د پاکستانۍ وریجو او مایع ګاز بیې لوړې شوې دي.

د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو اتحادیې مشر زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د اوو ورځو مخکې په پرتله په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۴۷۰ څخه ۱۴۵۰ افغانیو ته او د ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړیو بیه له ۲۱۵۰ څخه ۲۱۰۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

هغه زیاته کړه چې د کابل ښار بازارونو کې د دغو توکو بیې د هغو د وارداتو د زیاتوالي له امله ټیټې شوې دي.

خو هغه وایي، نن د تېرې شنبې په پرتله په عمده ډول د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجو بیه له ۳۴۰۰ څخه ۳۵۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې د پاکستانۍ وریجو بیه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو بندېدو له امله لوړه شوې دي.

خو سرچینې وویل چې نن د اوو ورځو مخکې په څېر په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه ۲۴۰۰ افغانۍ، د یو کیلوګرام افریقایي تور چای بیه ۳۸۰ افغانۍ او د یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای بیه ۳۵۰ افغانۍ ده.

د ځینو توکو پرچون بیې د هغو له عمده بیو سره په ځینو مواردو کې لږ او په ځینو ډېر توپیر لري.

د کابل ښار د خوراکي توکو یوه پرچون‌پلورونکي حامد صوفي‌زاده وویل چې نن په پرچون ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۵۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ سېله وریجې په ۳۵۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۴۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړي په ۲۱۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۳۰ افغانۍ پلورل کېږي.

کابل ښار کې احمدیار د تېلو ټانک یوه کارکوونکي وویل چې نن د اوو ورځو مخکې په پرتله د یوه لېتر پټرولو بیه له ۶۲ افغانیو څخه ۶۱ ته او د ډېزلو بیه له ۶۳ افغانیو څخه ۵۹ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

د سرچینې په خبره، په کابل ښار کې د تېلو بیه د سالنګ لویې لارې پرانیستل کېدو او په نړۍوالو بازارونو کې د هغو د بیو لوېدو له امله ټیټې شوې دي.

د کابل ښار د دهن‌باغ سیمې یو دوکاندار محمدجان امین وایي چې نن د تېرې شنبې په پرتله د یو کیلوګرامه مایع ګاز بیه له ۵۴ څخه ۵۶ افغانیو ته لوړه شوې ده.

هغه زیاته کړه چې د ګاز بیه د هوا سړېدو او هغه ته د تقاضا ډېرېدو له امله لوړه شوې ده.

په کابل ښار کې د یوې زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله د یوه ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۷۵۵۰ څخه ۷۳۰۰ افغانیو ته او د ۵۸۵ عیار روسي سرو زرو بیه له ۵۹۵۰ څخه ۵۷۶۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

د زرګرانو په خبره، د کابل ښار په بازارونو کې د سرو زرو د بیو بدلون له نړۍوالو بازارونو سره تړاو لري.

د کابل ښار د سرای شهزاده یوې صرافۍ مالک حاجي محمدحسین وویل چې نن د یوه امریکایي ډالر پېر بیه ۶۶ افغانۍ ده او زر پاکستاني کلدارې په ۲۲۴ افغانیو تبادله کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د مرغومي په شپږمه د یوه امریکایي ډالر پېر بیه ۶۶ اعشاریه ۲۰ افغانۍ وه او زر پاکستاني کلدارې په ۲۲۵ افغانیو تبادله کېدې.