ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرنې ملي پوهنتون به افغانستان د صادراتو په مرکز بدل کړي

15 Feb 2014 - 19:20
15 Feb 2014 - 19:20

 کندهار ( پژواک، ٢٦ سلواغه ٩٢ ) : ولسمشر کرزي په کندهار کې د زراعتي علومو او ټکنالوجي د ملي پوهنتون د پرانيستې په مراسمو کې وويل، چې د دغه پوهنتون له لارې به هېواد د کرنې په برخه کې نه يواځې په خپل ځان بسيا شي، بلکې د صادراتو په يو لوى مرکز بدل شي.

 ولسمشر حامد کرزي نن د سلواغې په ٢٦مه، د هندوستان د بهرنيو چارو له وزير سلمان خورشيد او د کابينې له يو شمېر وزيرانو سره يو ځاى کندهار ته سفر وکړ او دغلته يې د زراعتي علومو او ټکنالوجۍ ملي پوهنتون پرانيست.

 ولسمشر کرزي وويل، د دغه پوهنتون د جوړېدو ژمنه درې کاله وړاندې د هندوستان لومړي وزير من موهن سنګهـ کړې وه.

 هغه زياته کړه، ياد شوې پوهنتون په کندهار ولايت کې د يوه داسې هېواد په ملاتړ پرانيستل کېږي، چې ٤٠ کاله مخکې له قحطۍ او لوږې سره مخ وو، خو اوس د نړۍ په کچه د غلې ګودام بلل کېږي.

 د نوموړي په وينا، هندوستان هېواد وتوانېد چې د کرنې په برخه کې د دغه راز پوهنتونونو د جوړولو له لارې په کرنيزه برخه کې په ځان بسيا شي، چې هغو ورته د زرغون انقلاب نوم ورکوي.

 ولسمشر هيله وښودله، چې دغه پوهنتون به د کرنې او ټکنالوژۍ په برخه کې د هېواد په کچه يو ملي پوهنتون وي، چې محصلين به پکې له بهرنيو او کورنيو استدانو څخه د دکتورا او ماسټرۍ تر کچې زده کړې کوي.

 ده وويل: ((د زراعتي علومو او ټکنالوجي ملي پوهنتون به د افغانستان او هندوستان د دوستې يوه کلکه غوټه وي، دغه پوهنتون به افغانستان په کرنيزه برخه کې په خپل ځان بسيا کوي، بلکې د صادراتو په يوه لوى مرکز بدلوي.)) 

 د هند د بهرنيو چارو وزيز سلمان خورشيد د ياد شوي پوهنتون د پرانيستې په غونډه کې وويل، چې د سيمې د ډېرو هېوادونو اقتصاد پر کرنه ولاړ دى او هغوى هڅه کوي، چې په افغانستان کې د دغه سکتور د ودې لپاره په ګډه کار وکړي.

 د نوموړي په وينا، د کرنې په برخه کې معاصرې تګلارې لکه ابياري، اصلاح شوي تخمونه، مارکيټينګ، پروسس او نور په دغه راز پوهنتونونو کې رامنځته شوې، چې نن يې کندهار هم شاهد دى.

 هغه زياته کړه هېواد يې تر دې وړاندې د ٦ سوه په شاوخوا کې سکالرشيپونه ورکړي، چې دغه روزل شوي محصلين به په دغه پوهنتوننو کې د مختصصينو په توګه کار وکړي.

  دى وايي، کندهار د هېواد په کچه د اقتصادي ودې لوړ پوټنشيل لري او هندوستان به له افغانستان سره د امنيت تر څنګ د اقتصادي ودې لپاره هم ګډ کار کوي.

 د زراعتي علومو او ټکنالوجي د ملي پوهنتون رئيس او د کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا له هندوستان څخه مننه وکړه، چې د دغه پوهنتون په جوړېدو او پرانيستو کې مرسته کوي.

 هغه ژمنه وکړه، چې په دغه پوهنتون کې به اړوندې ټولې چارې په ښه توګه پر مخ وړي او له ټول هېواد څخه به محصلين پکې زده کړې کوي.

 د لوړو زده کړو وزير ډاکټر عبيدالله عبيد وويل، چې هندوستان له تېرو اوو کلونو راهيسې د افغانانو د بشري ځواک د تحصيلي پياوړتيا لپاره ډېره مرسته کړې ده.

 هغه زياته کړه افغانستان له تېرو څو کلونو راهيسې په علمي برخه کې وده کړې ده او دا مهال ٢٥٠ زره محصلين په ٣١ دولتي او ٨٢ خصوصي پوهنتونونو کې زده کړې کوي.

 د نوموړي په وينا، دغه وده په داسې حال کې ده چې دوولس کاله وړاندې د هېواد په کچه ٨ پوهنتونونه وه، چې شاوخوا لس زره محصلينو پکې زده کړې کولې ، چې د ښځينه وو فيصدي پکې صفر وه.

 د کرنيزو علومو او ټکنالوجۍ ملي پوهنتون د هېواد په کچه لوى پوهنتون دى ، چې بشپړ تاسيسات يې د هندوستان هېواد د ١٠٠ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د کندهار ښار د ترنک د تحقيقاتي فارم په ساحه کې جوړېږي.

 که څه هم د دغه پوهنتون د ودانۍ د رغولو چارې لا نه دي پيل شوي، خو چارواکي وايي، تر هغه چې تر راتلونکو دوو يا درېيو کلونو د دغه پوهنتون لپاره ودانۍ جوړېږي، اوسمهال به يې چارې د کرنې او مالدارۍ انسټيټيوټ په ودانۍ کې پيل کړي، چې د کاناډا هېواد په مالي لګښت جوړه شوې ده.

Views: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version