ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار ته له کابله راغلي پلاوي د پرمختيايي کارونو ژمنې وکړې

22 Nov 2012 - 17:48
22 Nov 2012 - 17:48

کندهار ( پژواک ٢ ليندۍ ٩١ ) : له کابل څخه کندهار ولايت ته راغليو لوړ پوړي دولتي چارواکو په دې ولايت کې د پرمختيايي کارونو ترسره کولو ژمنې وکړې.

شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د ولسمشر حامد کرزي په غوښتنه کندهار ته د ولسي جرګې يو شمېر غړي راغلي وو، تر څو د ځايي اوسېدونکو ستونزې واوري او د حل لپاره يې د اړوندو وزارتونو وزيران دغه ولايت ته راوبولي.

په دې لړ کې پرون د چهار شنبې په ورځ د اوو وزارتونو وزيران او معينان کندهار ته راغلل، خو له دغه پلاوي سره په سفر کې د دوو مهمو وزارتونو وزيران شامل نه وو.

دغه دوه تنه د برېښنا وزير محمد اسمعيل خان او د نشه يي توکيو پر وړاندې د مبارزې وزير ضرار احمد مقبل دي.

له دغه پلاوي سره په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو دوه استازي ډاکټر محمود اڅکزى او تورن عبدالخالق هم ملګري وو.

ډاکټر محمود اڅکزي د دوو وزيرانو د نه راتګ په اړه پژواک ته وويل، چې د برېښنا او نشه يي توکيو وزيران ځکه کندهار ته نه دي راغلي، چې دې ولايت ته يې هيڅ کار نه دى کړى.

هغه زياته کړه: ((کله چې کندهار ته د سفر پلان جوړېده، نو د برېښنا وزير محمد اسمعيل او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزير ضرار احمد مقبل ولسمشر ته مخامخ وويل، کندهار ته ځکه نه ځي، چې دغه ولايت ته يې هيڅ کار نه دى کړى.))

کندهار ته راغلي پلاوي، چې د عامې روغتيا، ښار جوړولو، کرنې او مالدراۍ، د لوړو زده کړو، پوهنې او فوايد عامې وزيران او معينان پکې شامل دي، په منډيګک ماڼۍ کې يې د کندهار له چارواکو، د ولايتي شورا له غړيو او قومي مشرانو سره په يوه ګډه غونډه کې ګډون وکړ.

دغه پلاوى نن د ليندۍ په ٢مه، هم په کندهار کې پاتې شو، له قومي مشرانو سره يې په ځينو ګروپي بحثونو کې برخه واخيسته، دغه راز ځينو ساحو ته يې سفرونه وکړل، د کارونو د تنظيم په موخه يې خپل اړوند رياستونه له نږدې وليدل.

کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا له راغلي پلاوي سره د غونډې پر مهال نيوکه وکړه، چې لا هم ګڼو وزارتونو دغه ولايت ته رغنده کار نه دى کړى او ستونزې پر ځاى پاتې دي.

هغه په کندهار کې د امنيتي ارګانونو تجهيز، د هوايي ځواک جوړول، د حکومتدارۍ او اقتصادي چارو پراختيا له مهمو اړتياوو څخه وګڼل.

د ولايتي شورا استازي حاجي اغا لالي په ځانګړې توګه په کندهار کې د برېښنا د نشتوالي ستونزه ياده کړه، چې هم عام خلک او هم پانګوال ورسره مخ دي.

دى وايي، په کندهار کې د صنعتي پارکونو لپاره د چمتو شوې ٢٠ ميګاواټه برېښنا قرارداد نور پاى ته رسېږي، ځکه خو د فابريکو چلوونکي او سوداګر له نامعلوم برخليک سره مخ دي.

يو شمېر قومي مشرانو او د ولسواليو استازيو د اوبو له نشتوالي هم سر ټکاوه، هغوى ويل، دا چې کندهار يو کرنيز ولايت دى، خو د برېښنا او کافي اوبو نشتوالي دغه سکتور ته سخت زيان اړولى دى.

د بېلابېلو ولسواليو استازيو او قومي مشرانو په خپلو خپلو سيمو کې د ښوونځيو او کلينيکونو نشتوالى، د سړکونو خرابوالى، امنيت، د بيارغونې سست بهير او نورې  د عمده ستونزو په توګه يادولې، چې د راغلي پلاوي غړو يې د ستونزو د هواري ژمنې کولې.

د عامې روغتيا وزيرې ثريا دليل وويل، د کندهار په غورک، رېګستان، او شورابک کې روغتيايي مرکزونه نشته.

د هغې په وينا، وزارت په دغو سيمو کې د کلينيکونو د جوړولو لپاره بوديجه هم لري، خو د نا امنيو له امله دا کار نه شي کولى.

هغې دغه راز په دغه ولايت کې د ماشومانو د ګوزڼ پر پېښو اندېښنه وښودله او سپارښتنه يې وکړه، چې په مخنيوي کې دې يې د سيمې اوسېدونکي، ملا امامان او قومي مشران ګډ کار وکړي.

د روغتيا وزيره نن د کندهار ښار نهمې ناحيې ته هم لاړه او هلته يې د معتادينو شل بستريز روغتون هم پرانيست او دغه راز په دغه ولايت کې يې د روغتيايي علومو په انسټيټوټ کې د لابراتوار، د غاښونو د معالجې څانګې هم ور زياتې کړې.

هغې د خلکو د هغې غوښتنې په ځواب کې، چې په کندهار کې دې پنځه سوه بستريز روغتون جوړ شي وويل، د دغسې يوه روغتون جوړول ١٠ ميليونه ډالر لګښت غواړي، چې وزارت يې اوسمهال په لاس کې نه لري.

د فوايدعامې وزير نجيب الله اوژن وويل، چې د روان کال تر پايه به په سپين بولدک کې ١٥ کيلومتره او د ښوراوک ٩٠ کيلومتره سړکونه جوړ شي.

هغه ژمنه وکړه، چې په راتلونکي کال کې به د پنجوايي، خاکرېز او نېش ولسواليو سړکونه جوړ او دغه راز به په شاوليکوټ ولسوالۍ کې  د ارغنداب پر سيند ٩٠ متره پول هم جوړ کړي.

د ښار جوړولو وزير ډاکتر حسن عبدالهي د کندهار د نوي ماسټر پلان په اړه وغږېد او ويې ويل، چې نوى ماسټر پلان په ١٤ زره هکتاره ځمکه کې ډيزاين شوى، چې د دوو ميليونو نفوس د ځايولو وړتيا لري او د پنځو کلونو په موده کې به بشپړ شي.

د لوړو زده کړو د وزارت مرستيال بري صديقي بيا په کندهار کې د کرنې د څېړنيز پوهنتون د جوړېدو خبر ورکړ، چې د هندوستان هېواد په مالي ملاتړ جوړېږي، چې اوسمهال يې لومړني کارونه پيل شوي دي.

هغه دغه راز خبر ورکړ، چې په کندهار پوهنتون کې به د پوهنځيو شمېر له اوو څخه نهو ته لوړ کړي  او دوه پوهنځي به ور زيات کړي، چې يو حقوق او بل کمپيوټر ساينس دى.

د پوهنې وزارت مرستيال صديق پتمن وويل، چې د روان کال د جدې تر مياشتې پورې به په کندهار کې دوه ليليې او يو دارالمعلمين جوړ کړي، خو په دې شرط چې ځمکه ورته وټاکل شي، چې په ځواب کې والي سمدستې هغوى ته ساحه او ځمکه مشخصه کړه.

هغه په ولسواليو کې د تړل شويو ښوونځيو د بيرته پرانيستلو په اړه وويل، چې تر هر څه وړاندې بايد په هغو سيمو کې امنيت ښه شي.

د کليو د پراختيا وزرات مرستيال عتيق الله خواصي وويل، چې په کندهار کې د ملي پيوستون د پروګرام له لارې پر ١٠٩٨ پر وژو کار روان دى، چې ٢٤١ نورې پروژې په راتلونکي کال کې پيل کېږي.

هغه د وزارت د بودجې په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل، چې ١،٧٥ ميليونه ډالر په واک کې لري، چې راتلونکى کال کې به د ملي پيوستون په پروژو ولګېږي.

کندهار ته له راغلي پلاوې سره مل د ولسمشر کرزي د اقتصادي چارو مشاور ډاکټر شام لال هم ژمنه وکړه، چې د کندهار د خلکو ستونزې به تر ولسمشر پورې رسوي.

د کرنې وزير محمد اصف رحيمي هم په کندهار ښار کې کرنې رياست ته ورغى او هلته يې له اړوند کارکوونکو سره د کندهار د کرنې پر پياوړتيا خبرې وکړې.

قومي مشران او عام اوسېدونکي که څه هم کندهار ته د دغه لوړ رتبه پلاوي په ورتګ خوشحاله وو، خو د تېر په شان يې دا اندېښنه هم ښودله، چې دا ځل به هم وزيران خپلې ژمنې د کاغذ پر مخ محدودې وساتي او په عملي ډګر کې به هيڅ هم و نه کړي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version