ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پلاوي کندهار ته سفر وکړ

author avatar
25 Oct 2011 - 19:53
author avatar
25 Oct 2011 - 19:53

کندهار ښار (پژواک ٣ لړم٩٠): د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه پلاوي، چې مشري يې د دې ادارې اړوند د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې او د قانون د حاکميت د څانګې مرستيال بريان نيکولاس کوله، کندهار ته سفر وکړ.

 ياد شوي پلاوي، چې په کې د عدلي او قضايي چارو او د قانون د حاکميت لپاره په افغانستان کې د امريکا سفير، په سوېل کې د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې USAID مشر، د کندهار د ولايتي بيارغونې ډلې مشر او يو شمېر نورو لوړ پوړي امريکايي چارواکي شامل وو، لومړى له کندهار محبس څخه ليدنه وکړه او وروسته يې په ولايت مقام کې له والي، سکتوري رييسانو، د عدلي او قضايي ارګانونو او د نشه يي توکيو پر وړاندې د مبارزې رياست له چارواکو سره په يوه ګډه غونډه کې ګډون وکړ.

 د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا په پيل کې راغلي پلاوي ته د کندهار ولايت د امنيت، اقتصاد، حکومتدارۍ او پرمختيايي حالت په اړه معلومات ورکړل.

 هغه په سيمه کې د نشه يي توکو د کنترول او مخنيوي په برخه کې د اړينو اقداماتو د کولو په اړه هم خبرې وکړې.

 نوموړي په دې اړه وويل، چې که څه هم سيمه ييزه دولتي اداره په پرله پسې توګه له قانون سره سم د نشه يي توکو د مخنيوي لپاره هڅې کوي، ولې بيا هم په دې سيمه کې د کوکنارو کرکيله او سوداګري دوام لري.

 ويسا زياته کړه، په دې برخه کې د زورواکو او قاچاق کوونکو له لوري د نشه يي توکو کرلو ته د کروندګرو هڅونه او کورنيو محصولاتو ته د بازار نه موندنه هغه ستونزې دي، چې په سيمه کې يې د کوکنارو کر او سوداګرۍ ته لاره هواره کړې ده.

 هغه، د نشه يي توکو د کښت او قاچاق د مخنيوي لپاره پر بديل معيشت او د کرنې پر پياوړتيا ټينګار وکړ او ويې ويل، دا يواځينۍ لاره ده، چې بزګران د نشه يي توکو له کرکيلې راګرځوي.

 په دې غونډه کې د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا په کندهار کې د عدلي طب نه شتون يوه لويه ستونزه وګڼله او په دې برخه کې يې د مرستې غوښتنه وکړه.

 د کندهار د استيناف څارنوالۍ مسوولينو د امريکا د باندنيو چارو وزارت له پلاوي څخه د هغوى د ادارې د پياوړتيا او اړوندو کارکوونکو د روزنې او څارنې غوښتنه وکړه.

 د باندنيو چارو وزارت پلاوي په دې غونډه کې د خبرو پر مهال وويل، چې د کندهار محبس څخه د ليدنې پر مهال ورته جوته شوې، چې د دې محبس موقعيت سم نه دى او بايد له کليو او کورونو څخه په يوه ليرې واټن کې ورته ودانۍ جوړه شي.

 ياد شوي پلاوي دغه راز له افغانستان سره د امريکا هېواد پر اوږد مهالو مرستو او همکاريو ټينګار وکړ او ژمنه يې وکړه، چې په غونډه کې د وړاندې شويو ستونزو د حل لپاره به اړين ګامونه پورته کوي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.