ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوړپوړي دولتي چارواکي کندهار ته رسېدلي دي

لوړپوړي دولتي چارواکي کندهار ته رسېدلي دي

author avatar
21 Nov 2012 - 18:58
لوړپوړي دولتي چارواکي کندهار ته رسېدلي دي
author avatar
21 Nov 2012 - 18:58

کندهار ښار (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه، ٩١): کندهار ته د عامې روغتيا، ښار جوړونې، د فوايد عامې وزيران او د لوړو زده کړو او د پوهنې وزارت مرستيالان رسېدلي دي.

له يادو چاروکو سره په دغه سفر کې په ولسي جرګه کې د کندهار ولايت د خلکو استازي هر يو ډاکټر محمود اڅکزى او تورن عبدالخالق هم ملګري دي.

ډاکټر محمود اڅکزي پژواک خبري اژانس ته وويل، ټاکل شوې وه چې په دغه سفر کې له نشه توکو سره د مبارزې وزير ضراراحمد مقبل او د برېښنا وزير اسماعيل خان هم ملتيا وکړي.

د ده په وينا: ((دغو دواړو وزيرانو ولسمشر کرزي ته ويلي، چې دوى کندهاريانو ته لازم خدمت نه دى کړى، نو له دې امله نه شي کولاى چې دغه ولايت ته سفر وکړي.))

ياد چارواکي همدا شېبه د کندهار ولايت په منډيګک ماڼۍ کې يوې غونډې ته ويناوې کوي.

په دې غونډه کې د کندهار والي توريالي ويسا وويل، چې له دى مخکې هم يو شمېر وزيران او لوړپوړي دولتي چارواکي کندهار ته راغلي او د دې ولايت له خلکو سره يې ژمنې کړي او بېرته تللي دي.

د ده په خبره: ((په تشو ژمنو کار نه کېږي، په دې ولايت کې عملي کار ته اړتيا ده.))

ويسا زياته کړه، چې دلته د بريښنا د نه شتون له امله خلک له ستونزو سره مخ دي او دغه راز د امنيتي ځواکونو پياوړتيا ته سخته اړتيا ده.

په ياده غونډه کې د کندهار د ولايتي شورا غړي حاجي اغا لالي دستګيري وويل، تراوسه د دې ولايت بيارغونې ته لازمه پاملرنه نه ده شوې.

نوموړي زياته کړه، کندهار کې د برېښنا او د کوکنارو د مخنيوي په برخه کې تراوسه هېڅ کار نه دى شوى.

د غونډې نور جزئيات به وروسته خپاره شي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.