ترينکوټ (پژواک ٨ کب ٩٢): د اروزګان استيناف څارنوالي وايي، چې د ګېزاب ولسوالۍ د پخواني امنيه قوماندان، لالي د نيولو امر يې کړى دى.
د ياد ولايت د استيناف څارنوالۍ رييس فضل سلطان ساپي د کب په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې قوماندان لالى په ګېزاب کې د يوه ولسي وګړي د وژنې او نورو پر ځورولو تورن دى.
ساپى وايي: ((د اسنادو او شواهدو پر بنسټ د لالي د نيول کېدو امر شوى، موږ له امنيتي ادارو غوښتنه کړې، چې هغه ژر تر ژره ونيسي او مرکز ترينکوټ ته يې د څېړنو لپاره را انتقال کړي.))
هغه وايي، چې د نوموړي د نيولو امر يې تېره ورځ د ګېزاب ولسوالۍ امنيتي ادارو ته کړى دى.
پژواک هڅه وکړه، چې په دې تړاو د يادې ولسوالۍ د چارواکو نظر واخلي، خو هغوى په دې تړاو له څه ويلو ډډه وکړه.
د ګېزاب پخوانى امنيه قوماندان لالى څلور کاله د يادې ولسوالۍ امنيه قوماندان و.
لالى وايي، چې په ٢٠٠٩ کال کې دغه ولسوالي د ده په هڅو له وسله والو طالبانو ونيول شوه.
لالي له پژواک سره په خبرو کې پر ده لګېدلي تورونه رد کړل او دغه کار يې د ياد ولايت د ځينو چارواکو دسيسه وبلله.
هغه واىي، چې د ګېزاب د امنيې له قوانداني لرې کېدل يې هم د قومي تعصبونو له امله و.
هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د اروزګان د امنيه قوماندان نظر واخلو خو بريالي نه شوو.
په دغه ولايت کې د شجاعي په نوم يو بل غير مسوول وسله وال هم د خلکو پر وژنه او وهلو ټکولو تورن دى.
د دغه ولايت يو شمېر اوسېدونکو ويلي وو، چې شجاعي لسګونه بې ګناه ولسي وګړي وژلي او يو زيات شمېر نور يې وهلي ټکولي هم دي.
کورنيو چارو وزارت د دغو نامسوول وسله وال د نيولو امر کړى خو تر اوسه نه دى نيول شوى.
څه موده مخکې د دغه ولايت زيات شمېر اوسېدونکو په کابل کې د يوه لاريون په ترڅ کې ځيني دولتي چارواکي د شجاعي پر ملاتړ تورن کړ.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن