ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر کرزى: په افغانستان کې جګړه د امريکا او غرب د ګټو لپاره ده

3 Mar 2014 - 14:06
3 Mar 2014 - 14:06

کابل (پژواک ١٢ کب ٩٢): ولسمشر حامد کرزي ويلي، چې القاعده له حقيقت څخه ډېره يوه افسانه ده او د امريکا روانه جګړه د افغانستان د ګټو لپاره نه ده پيل شوې.

ولسمشر کرزي دغه څرګندونې له امريکايۍ ورځپاڼې واشنګټن پوسـټ سره کړې چې نن (د کب ١٢مه) خپره شوې ده.

ولسمشر کرزي زياته کړې: ((د افغانستان په روانه جګړه کې يواځې افغانان وژل کېږي، په داسې حال کې چې دا د افغانانو جګړه نه ده.))

د هغه په وينا، په افغانستان کې له تېرو دوولسو کلونو راهيسې جګړه د امريکا د ثبات او د مغرب د ګټو لپاره روانه ده.

په دې مرکه کې ولسمشر حامد کرزي د القاعده ډلې په اړه ويلي، چې دغه ډله له حقيقت لري او يوه افسانه ده او له دې ډلې سره د تړاو په تور چې امريکا څومره کسان بنديان کړي، ډېرى يې بې ګناه دي.

ولسمشر حامد کرزي له واشنګټن پوسټ سره دغه تېزه مرکه په داسې حال کې کړې، چې دوه مياشتې وروسته د هغه د واکمنۍ دور پاى ته رسېږي.

هغه له خپلې واکمنۍ وروسته په وروستي کال له امريکا سره پر امنيتي سند خبرې بشپړې کړې، خو په وروستيو کې يې پر دغه سند له لاسيک څخه له دې امله انکار وکړ، چې امريکا د سولې په پروسه کې عملي همکاري نه کوي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ولسمشر کرزي د پورته څرګندونو په ځواب کې د امريکايي چارواکو په حواله ليکلي، چې امريکا په افغانستان کې مالي او ځاني قربانۍ ورکړې دي.

د هغه په وينا، په دې جګړه کې تر دوه زرو زيات امريکايي سرتېري وژل شوي او ٦٠٠ ميليارده ډالره لګښت يې کړى دى.

سرچينې د امريکايي چارواکو په حواله ليکلي: ((حامد کرزى داسې مشر دى، چې په تېرو ١٢ کلونو کې له اتحادي څخه مخالف ګرځېدلى دى.))

د امريکا ولسمشر بارک اوباما تېره اونۍ په ډاګه کړې وه، چې د افغانستان له ولسمشريزو ټاکنو وروسته به له نوي ولسمشر سره امنيتي سند لاسليک کړي.

ولسمشر کرزي په ياده مرکه کړې ويلي، دا به ښه وي چې امريکا دغه سند د کرزي له ځاى ناستي سره لاسليک کړي.

په دې مرکه کې ولسمشر حامد کرزي د امريکايي ځواکونو په عملياتو کې د ملکي وګړو پر وژل کېدو د ژورې خواشينۍ څرګندونه کړې ده.

د يادونې ده، تر دوو کلونو وروسته دا لومړى ځل دى چې ولسمشر کرزي له کومې امريکايي رسنۍ سره مرکه کوي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version