ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ځينو ولايتونو ديني عالمانو له اشرف اغني ملاتړ وکړ

10 Mar 2014 - 16:04
10 Mar 2014 - 16:04

کابل (پژواک ١٩ کب ٩٢): د هېواد د بېلابېلو ولايتونو يو شمېر ديني عالمانو، د ولسمشرۍ له کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړ او ترې ويې غوښتل ، چې د بريا په صورت کې شرعي حدود جاري کړي.

د ١٣٩٣ کال د وري په ١٦مه د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره ١١ تنو ځانونه کانديد کړي خو له دې ډلې په دې وروستيو کې قيوم کرزى د زلمي رسول په ګته تېر شو.

دغو کانديدانو د سلواغې په ١٣مه ټاکنيزې سيالۍ پيل کړې، چې پر مهال يې بېلابېلو ګوندونو او ټولنو له بېلابېلو نوماندانو ملاتړ کړى دى.

نن هم د هېواد د بېلابېلو ولايتونو شاوخوا څلور سوه ديني عالمانو په کابل کې د يوې غونډې په ترڅ کې له اشرف غني څخه ملاتړ وکړ.

د غونډې ګډونوال مولوي سبزه ګل ديوبندي، چې د نورو په استازيتوب يې خبرې کولې وويل، تر غور او څېړنو وروسته يې وتېيله چې له احمدزي ملاتړ وکړي.

هغه له احمدزي غوښتنه وکړه، چې د بريا په صورت کې په هېواد کې شرعي حدود جاري کړي او په کابينه کې ديني عالمانو ته ځاى ورکړي.

دى وايي، تر هغه چې شرعې حدود جاري نه شي په هېواد کې امنيت نه شي ټينګېداى.

يو بل ديني عالم محمدقاسم حليمي وويل، چې دين له دولته بېل نه دى او عالمان د دولت ستنې دي.

هغه زياته کړه: ((په دولت کې بايد علما موجود وي، تر څو نهې او منکر وکړي …د علماوو شتون ځکه په دولت کې ضروري دى، چې د دين د مخالفو قوانينو مخه نيسي.))

ده هم له اشرف غني نه وغوښتل، چې علماوو ته په دولت کې ونډه ورکړي او له ژمنې سره سم دين او ديني عالمانو ته خدمت وکړي.

په ياده غونډه کې اشرف غني احمدزي وويل: ((زه د افغانستان د ولسمشر مرستيال د مړينې له امله ټول ملت او دولت ته تسليت وايم، موږ بايد نن دا غونډه نه واى نيولې، هلته تللي واى او مارشال صاحب د مړينې په مراسمو کې مو ګډون کړى واى، خو دا تاسو هم ديني عالمان ياستئ، د قدر وړ خلک يئ، نو کوښښ به وکړو چې دا غونډه ژر خلاصه کړو او بيا به هلته ولاړ شو.))

د ولسمشر لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم تېره ورځ له غرمې مخکې د ورپېښې ناروغۍ له امله له نړۍ سترګې پټې کړې.

احمدزي وويل، وياړي چې له ديني عالمانو سره په ناسته کې ګډون لري.

 احمدزي وويل، چې که په ټاکنو کې بريالى شو، دولتي چارې به د دوى له سلا سره سم په پرمخ وړي او د جومات او ارګ تر منځ واټن به له منځه يوسي.

هغه زياته کړه: ((زه غواړم زموږ عالمان قدر پيدا کړي او نور بايد څوک په جومات کې زموږ ديني عالمانو ته اجير ونه وايي.))

احمدزى وايي، چې ديني عالمانو ته به مادي او معنوي عزت ورکړي او د ديني زده کړو په موخه به په هېواد کې لويې مدرسې جوړې کړي او کار به وړ کسانو ته وسپاري.

اشرف غني زياته کړه، چې د مکتب او مدرسې د فارغانو تر منځ بايد هېڅ ډول توپير نه وي او د طالب العلمانو اړتياوې به هم پوره کړي.

غني وايي: ((اسلامي عقايد به زما مرام او هدف وي او زه حتماً عدالت تامينوم.))

دى وايي، که ولسمشر شو چمتو دى چې علماوو ته د خپلو کړنو حساب ورکړي.

ده دا هم وويل، چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د بريا په صورت کې به ټولو ديني عالمانو او د جوماتونو له خطيبانو غوښتنه وکړي، چې د سولې غږ پورته کړي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، نن په جوزجان ولايت کې ترکمن قوم د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د” تحول او تداوم” له ټېم څخه ملاتړ اعلان کړ.

د ترکمن قوم په استازيتوب عبدالقادر وويل: ((موږ ځکه له ډاکتر احمدزي څخه ملاتړ وکړ چې په تېرو دېرشو کلنو جګړو کې يې لاس نه درلود، يو فعال شخص دى او د هېواد د ښې راتلونکې لپاره طرحې لري.))

هغه زياته کړه، چې په تېرو دريو لسيزو کې حکومتونو د ترکمن قوم لپاره خدمت نه دى کړى.

ده د تحول او تدام له ټېم څخه غوښتنه وکړه، چې دغه قوم ته خدمت وکړي.

تر دې دمه د ختيځو ولايتونو شورا د علي احمد جلالي په مشرۍ د فکر او عمل جرګې، د سيد منصور نادري په مشرۍ د ملي پيوند ګوند او د افغانستان د اسماعيليانو شورا، د موسى هوتک په مشرۍ حرکت اسلامي، محاذ ملي اسلامي، جبهه نجات، حق او عدالت، د دين محمد په مشرۍ حزب اسلامي او د احدي په مشرۍ افغان ملت ګوندونو له اشرف غني څخه ملاتړ اعلان کړى دى.

په افغانستان کې تر سلو ډېر سياسي ګوندونه دي، چې يو شمېر يې د ولسمشرۍ له نورو کانديدانو ملاتړ کړى دى.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version