ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست ديني عالمانو له خلکو په ټاکنو کې د ګډون غوښتنه وکړه

16 Mar 2014 - 15:55
16 Mar 2014 - 15:55

خوست (پژواک ٢٥ کب ٩٢): د خوست ولايت ديني عالمانو له افغانانو غوښتنه وکړه، چې په راتلونکو ټاکنو کې دې ګډون وکړي او د خپلې خوښې کانديد ته دې رايه وکړي.

دا غوښتنه د کب په ٢٥مه په خوست کې د ټاکنو په بهير کې د ديني عالمانو او قومي مشرانو د رول په اړه په يو ورځني سيمينار کې وشو، چې د دغه ولايت شاوخوا درى سوه ديني عالمانو او قومي مشرانو په کې ګډون کړی و.

د خوست د ټاکنو د عامه پوهاوي مسوول صاحب الدين ځدراڼ پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه سيمينار کې ديني عالمان او قومي مشران پر دې وغږېدل، چې څنګه وکولای شي خلک وهڅوي، څو په راتلونکو ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي.

نوموړي زياته کړه، چې د ديني عالمانو او قومي مشرانو له لارې غواړي، د کليو بانډو خلکو ته هم د ټاکنو په اړه معلومات ورکړي او د هغو پر ارزښت يې وپوهوي.

صاحب الدين ځدراڼ وايي، دا ډول سيمينارونه يې تر دې وړاندې هم جوړ کړي، چې په مرسته يې خپل تبليغاتي پروګرامونه د ولسواليو تر لرې پرتو سيمو رسولي دي.

د خوست د علماوو شورا مشر مولوي شاه محمد په ياد سيمينار کې د ديني عالمانو پر رول ټينګار وکړ او غوښتنه يې وکړه، چې د خپل ديني رسالت له مخې دې د ټاکنو په بهير کې رغنده رول ترسره کړي.

نوموړي زياته کړه، که څوک په ټاکنو کې برخه نه اخلي او يا بل چا ته په کې د ګډون اجازه نه ورکوي، دا په دې معنا ده، چې له خپل برخليک سره لوبې کوي.

د ياد سيمينار يوه بل ګډونوال مولوي نصرالله قاسمي وويل، چې ټاکنې د ستر پيغمبر (ص) ميراث دی او د يو مشروع نظام په ټاکلو کې زياته مرسته کوي.

نوموړي په ټاکنو کې د ديني عالمانو رول وجيبه وبلله او ويې ويل، چې ديني عالمان مکلف دي، د اسلام له نظره د ټاکنو د ارزښت په اړه عامو خلکو ته پوهاوی ورکړي.

د دغه ولايت يو بل ديني عالم مولوي محمد داوود وقفي بيا په ټاکنو کې د نارينه او ښځو ګډون او د خپلې خوښې نوماند ته رايه ورکول د ناخوالو پر وړاندې جهاد وباله.

نوموړي زياته کړه، چې د افغانستان غوندې په اسلامي ټولنه کې رايه يو اسلامي امانت دی، چې په کارولو سره يې د خپل هېواد د برخليک په ټاکلو کې مهم رول لري.

د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ يوه قومي مشر موسی جان ځدراڼ د ټاکنو له دفتره غوښتنه وکړه، چې دا ډول پروګرامونه د ولسواليو مرکزونو ته هم وغځوي.

نوموړي وويل، چې اوس هم د ولسواليو په لرې پرتو سيمو کې داسې خلک شته، چې د ټاکنو په اړه هېڅ معلومات نه لري او په دې نه پوهېږي، چې د ولسمشرۍ لپاره څو کسان نوماندان دي.

د يادونې ده، څو ورځې وړاندې هم د ديني عالمانو دېته ورته سيمينار، چې په ټاکنو کې د ښځو د ګډون په اړه په کې خبرې کېدې، جوړ شوی و.

د ټاکنو د کمېسيون مسوولين وايي، چې دا ډول پروګرامونه ځکه اغېزمن دي، چې د ټولنې با رسوخه او مخور کسان په کې د مبليغينو په توګ ګډون کوي او د تبليغاتو پايله يې موثره وي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version