ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډېرى سناتوران غير حاضر دي

18 Mar 2014 - 15:40
18 Mar 2014 - 15:40

کابل (پژواک ٢٧ تله ٩٢): د مشرانو جرګې ځيني غړي نيوکه کوي، چې د دې جرګې يو شمېر غړي پر ټاکنيزو کمپاينونو بوخت دي او د ناسوبتيا له امله يې د جرګې بهير له خنډ سره مخ کړى دى.

د مشرانو جرګې شاوخوا پنځوسو تنو د ولايتي شوراګانو ټاکنو ته ځانونه نوماند کړي او يو شمېر يې د ولسمشريزو ټاکنو په کمپاينونو کې بوخت دي.

د يادې جرګې له ١٠٢ تنه غړو څخه نن ٢٤ يې د جرګې په عمومي غونډه کې حاضر وو.

د دې جرګې کې د پکتيا استازې فوزيې سادات نن په عمومي غونډه کې وويل، چې د جرګې له پرانيستل کېدو راپه دېخوا د جرګې ډېر غړي غونډو ته نه دي حاضر شوي.

 ملي شورا د کب په ٢٥مه تر ژمنۍ رخصتۍ وروسته ولسمشر پرانيستله.

د سادات په وينا، د مشرانو جرګې ډېر غړي ځکه د جرګې په غونډو کې برخه نه اخلي چې پر ټاکنيزو کمپاينونو بوخت دي.

هغې وويل، چې دغه کار د مشرانو جرګې چارې له ستونزو سره مخ کړې دي.

دې زياته کړه: ((سناتور صاحبان نشته موږ په قوانينو او د نورو مهمو موضوعاتو په اړه پرېکړه نه شو کولاى.))

سادات وايي، چې د مشرانو جرګې غړي لوړې تنخواوې ترلاسه کوي او بايد غونډو ته حاضر شي.

په ياده جرګه کې د فراه استازې بلقيس روشن هم وايي: ((دا ډېر د شرم ځاى دى، چې سناتوران لوړ معاشونه اخلي او غونډو ته نه حاضرېږي، ټول پر کمپاينونو بوخت دي.))

په ياده جرګه کې د غزني استازي محمدامين احمدي هم د يادو کسانو د خبرو په تاييد سره وويل، چې د جرګې اداري پلاوى بايد د جرګې پر غيرحاضرو غړو فشار راوړي څو غونډو ته حاضر شي.

د مشرانو جرګې دويم مرستيال رفيع الله ګل افغان، چې نننۍ غونډه يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوې هم وويل، چې د دې جرګې يو شمېر غړي د ولايتي شوراګانو په ټاکنوکې د ګډون په موخه ولايتونو ته تللي دي.

ده د جرګې له غړو غوښتنه وکړه، چې غونډو ته حاضر شي تر څو اداري پلاوى وکولاى شي له اجنډا سره سم خپلې چارې پر مخ بوځي.

مشرانو جرګه ١٠٢ غړي لري، چې د پرېکړو لپاره يې بايد ٥٢ تنه حاضر وي.

د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د وري په ١٦مه ترسره کېږي.

 د ولسمشرۍ لپاره ١١ کانديدانو د سلواغې په ١٣مه او د ولايتي شوراګانونو لپاره ٢٧٤٠ کانديدانو د کب په ١٣مه ټاکنيزې سيالۍ پيل کړې او تر ټاکنو دوې ورځې مخکې به پاى ته ورسېږي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version