ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نوي کال جشن د پغمان پر ځاى په ارګ کې ترسره کېږي

22 Mar 2014 - 21:24
22 Mar 2014 - 21:24

کابل (پژواک ٢ورى ٩٣): حکومت وايي، چې د نوي کال د نړيوال جشن مراسم به د پغمان غونډۍ پرځاى په ارګ کې ترسره شي.

د ولسمشر وياند ايمل فيضي د کب په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې حامد کرزي تېره اونۍ (د کب ٢٩مه) په پغمان کې د نوي کال د جشن د نمانځلو له ځايه ليدنه وکړه او هلته ورته جوته شوه، چې د جوړې شوې ودانۍ د رغونې چارې لا نه دي بشپړې شوي.

ده زياته کړه، نو له همدې امله پرېکړه وشوه، چې ياد مراسم به په ارګ کې ترسره شي.

د هغه په وينا، د ارګ په دننه کې د مېلمنو لپاره ځاى شته او ټاکل شوې ده، چې زياتره  بهرني مېلمانه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ کابل ته راشي، خو رسمي مراسم به د پنجشنبې په ورځ (د وري ٧مه) وي.

فيضي وايي، ځينې مېلمانه ځکه يوه ورځ مخکې راځي، چې دلته دوه اړخيزې او درې اړخيزې ناستې هم لري.

نوموړي ياده پرېکړه د امنيتي ستونزو له امله ونه ګڼله، بلکې د پغمان په غونډۍ کې د ودانۍ د جوړېدو د چارو نه بشپړاوى يې په ګوته کړ.

خو هېره دې نه وي، چې د يادو مراسمو موقعيت په داسې حال کې بدلون مومي، چې وسله والو طالبانو په دې وروستيو کې خپلو بريدونو ته زور ورکړى دى.

د افغانستان دولت د کابل په پغمان کې د نوروز د نړيوال جشن د چمتووالي لپاره د پوهنې وزير فاروق وردګ په مشرۍ يو کميسيون ګومارلى و، چې په دې اړه لازم چمتووالى ونيسي.

د پوهنې وزارت وياند محمد کبير حقمل يوه نيمه اونۍ وړاندې پژواک ته ويلي و، چې د پغمان غونډۍ د ودانۍ پر ساختماني چارو او د نوروز د نړيوال جشن د ترسره کېدو پر پروژې نږدې ٣٠ ميليونه ډالره لګښت راغلى، چې د افغانستان د دولت د بوديجې له خوا ورکړل شوى دى.

ده ويلي و، چې د يادې ودانۍ چارې تقريبا بشپړې شوې دي او ترڅو راتلونکو ورځو په مکمله توګه پاى ته ورسېږي.

د سرچينې په وينا، دې مراسمو ته د ايران، عراق، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرغيزستان، اذربايجان، پاکستان، هندوستان، ترکيې، قزاقستان او ارمنستان ولسمشران او لوړ پوړي چارواکي، د ملګرو ملتونو سرمنشي او يو شمېر نور مېلمانه رابلل شوي، ترڅو په يادو مراسمو کې ګډون وکړي.

 

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version