ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې د مالګې کانونو د شتون سربېره مالګه له ګاونډيو هېوادو وارديږي

26 Mar 2014 - 16:31
26 Mar 2014 - 16:31

کابل(پژواک، ٦ ورى ٩٣): په داسې حال کې، چې افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د مالګې کانونه لري، خو بيا هم د مالګې د توليد په فابريکو او د پلور بازارکې د ګاونډيو هېوادونو په ځانګړي ډول د پاکستان له مالګې څخه ګټه اخيستل کېږي.

په افغانستان کې د مالګې د  توليد زياتې فابريکې خپل خام توکي له پاکستان نه پېري او لامل  يې هم په افغانستان کې د مالګې خراب کيفيت او خامو توکو د بيې اوچت والى او هم  له يوه شرکت سره د مالګې د استخراج قرار داد لاسليکول ښودل شوى دى.

دوى وايي، کله چې د مالګې کانونو قرار داد کېږي، نو څېړنه يې نه کېږي او شرکت ته يې د پلور بيه نه ټاکل کېږي، خو د کانونو او پطروليم وزارت بيا دا ادعاوې ردوي.

له بلې خوا بيا  که څه هم په افغانستان کې د مالګې کانونو د زېرمو په اړه کره  او کلي معلومات نه شته ، خو د کانونو او پټروليم وزارت د لړليک له مخې، د هغو کانونو او کاني نښو په منځ کې، چې په ١٩٨٠ زېږديز کال کې د افغانستان د جيولوجي او منرالي سرچينو په کتاب کې تثبيت ، تفحض او کشف شوې، په څلورو ځايونو کې يې د مالګې له شتون څخه يادونه کړې ده.

په دې فهرست کې، چې د کانونو او پټروليم وزارت له خوا پژواک خبري اژانس ته ورکړل شوى، د افغانستان د مالګې کانونو او يا هم يې د اکتشاف او کار د پيل کال په اړه داسې راغلي دي:

د سمنګان د تاشقرغان ،د فارياب د مرکز او اندخوى او دولت اباد ولسواليو د مالګې کانونه په ١٣٤٣ لمريز کال، د تخار ولايت د “نمک آب” ، “نمک چال ١”  او “نمک چال ٢” مالګې کانونه  په ١٣٤٦ لمريز کال ، د هرات د  “نمک سار” مالګې کان په ١٣٤٩ او د همدې ولايت ” کاويز نيزار” مالګې کان په ١٣٤٣ کال، د غور ولايت د “نمک رخ” کان چې زېرمه يې ٣٦٠ زره ټنه ده په ١٣٥٢ کال، د کندهار ولايت “کشک نخود” ، “روح آباد” او  “سپين بولدک” د مالګې کانونه په ١٣٤٣ کال او د پروان ولايت د يوس دورشار د مالګې کاني نښې د لوېديځ خواته د ٥٠٠ متره او ختيځ ته د ٢٠٠٠متره په ضخامت سره  په ١٣٥٦ کال کې کشف او تر تفحص لاندې نيول شوي دي.

په همدې ډول ويکي پيډيا يا ازاد ايره المعارف د افغانستان پر کانونو د بحث په ترڅ کې ليکي، چې  د تالقانو، په اندخوى، تاقچه خانه ، د هرات نمکسار، د غزني په مقر او د هېواد په ځينو نورو ځايونو کې د مالګې کانونه موندل کېږي، چې د همدې معلوماتو پر بنسټ د افغانستان د مالګې  کلني توليدات ١٣٠٠٠ ټنه دي.

خو په هېواد کې د مالګې ددې کانونو له شتون سره سره ، په غزني ولايت کې د نمک فاک او ګل بهاري په نومونو د مالګې د توليد د دوو شرکتونو مسوول حاجي غلام وايي، چې د خپلو دې دوو فابريکو د اړتيا وړمالګه له پاکستان  څخه  اخلي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د افغانستان د کانونو وزارت د تخار او مزار شريف د کانونو قرار دادونه يوه شخص ته ورکړي او د شبرغان مالکې قرار داد في ټن ١٢٠ افغانۍ شوى دى.

همدارنګه د افغانستان د کانونو وزارت د قرار دادونو له مخې، چې ددې وزارت په ويب پاڼه کې خپاره شوي، د تخار ولايت د نمک اب ولسوالۍ د تاقچه خانه مالګې کان او د همدې ولايت د کلفګان ولسوالۍ د ګلفګان مالګې کان قرار داد په يوه ورځ او يوه نېټه د ويست کو انټرنيشنل  (west co international) په نوم شرکت سره شوى دى.

دا قرار دادونه څرګندوي، چې د ګلفګان د مالګې کان قرار داد د ويست کو انټرنشنل شرکت په استازولى د عبدالکبيرامام نظر او د هېواد د کانونو او پټروليم د پخواني وزير وحيدالله شهراني تر منځ د ١٣٩٢ لمريز کال د تلې مياشتې په لومړۍ نېټه لاسليک شوى ، چې د همدې قرار داد پر بنسټ بايد ياد شرکت د يوه ټن له حسابه دوه عشاريه اويا امريکايي ډالر دولت ته رويالټي يا د امتياز حق ورکړي.

همدارنګه د تخار ولايت د نمک اب ولسوالۍ د تاقچې مالګې کان قرار داد ، چې د کانونو د پخواني وزير وحيدالله شهراني او د عبدالکبير امام نظر تر منځ د ١٣٩٢ لمريز کال د تلې مياشتې په لومړۍ نېټه لاسليک شوى ، څرګندوي، چې ياد شرکت مکلف دى دولت ته د يوه ټن استخراج په بدل کې پنځه عشاريه ١٣ ډالر د اميتاز حق يا د رويالټي په توګه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کانونو او پټروليم وزارت له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې د هېواد د کانونو قراردادي پروسه ډېره رڼه وبلله او په وينا يې، چې څوک ترې ناوړه ګټه نه شي اخيستلى.

حاجي غلام چې د مالګې توليد دوو شرکتونو مسوول هم دى زياتوي: ((د افغانستان له مالګې څخه ګټه اخيستنه، موږ ته ګرانه لوېږي، له همدې امله په خپلو فابريکو کې له پاکستاني مالګو څخه کار اخلو.))

نوموړي د افغاني مالګې د خامو توکو بيې ډېرښت د پاکستاني خامو توکو د کارونې لامل ګڼي.

نوموړي همدارنګه وويل:(( بله ستونزه داده، چې کان موږ ته خام نه، پاخه توکي راکوي، موږ شرکت لرو، کله چې خام توکي رانه کړل شي، نو ماتېږو.))

بلخوا بيا حاجي غلام د پاکستاني مالګې کيفيت تر افغاني مالګې غوره  وباله او ويې ويل، چې پاکستاني خامه مالګه ٩٥ سلنه مالګه لري، خو د افغانستان په توليد شوې مالګه کې دا اندازه ٦٠ سلنه ده او ٤٠ سلنه نور په کې خاورې، رېګ او خټې دي.

دده په خبره، په افغانستان کې په يو ټن خامه مالګه پنځه زره افغانۍ لګښت راځي، په داسې حال کې، چې په پاکستان کې يو ټن څلور زره کلدارې( نږدې ٢٢٠٠ افغانۍ) لګښت لري.

نوموړي له دولت څخه وغوښتل، چې له سوداګرو سره د افغانستان د مالګې د توليد په برخه کې همکاري وکړي، هغه په دې اړه زياته کړه:(( ددې ترڅنګ چې له موږ سره همکاري نه کوو، زموږ د تخريب سبب ګرځي او د کار مخنيوى مو کوي.))

د حاجي غلام پر وينا، دده په فابريکو کې دمالګې توليد په اوړي کې د زيات پلور له امله له لسو تر شلو ټنو پورې لوړېږي.

د يحيى يوسفزاده شريکت رييس محمد يحيى، چې د کابل په باغ قاضي کې د مالګې هټۍ لري، هم وايي چې په دې پورې اړوندو د مالګې توليد دوو شرکتونو کابل نمک او اعتماد کې د پاکستاني مالګې څخه کار اخلي، ځکه چې په خبره يې:((پاکستانۍ مالګه ډېره رڼه او تقريبا له ٩٦ څخه تر ٩٨ سلنې پورې يې مالګه ده، وطني مالګه له اتيا څخه تر اويا سلنه پورې مالګه لري او پاتې نور يې کاني توکي دي.))

دده په خبره، د پاکستاني مالګې کيفيت د وطني مالګې په پرتله غوره دى، ځکه چې ډبره، خاورې او ګچ نه لري او خالصه مالګه ده.

محمديحيى زياته کړه:((تېر کال مې يو موټر وطني مالګه ښکته کړه،  خو تر اوسه مې يو موټر ونه پلورله، د افغانستان مالګه موږ ته دوه چنده تمامېږي، د پاکستان مالګه ټن څلور زره تمامېږي او د افغانستان اته زره ، ځکه چې قرار دادي يې پر موږ ګرانه پلوري.))

خو په مزار شريف کې له پامير افغان شرکت څخه امان الله وويل:(( څلور کانونه شته چې موږ يې مالګه استخراجوو، زموږ فابريکې په ميمنه، جوزجان، تخار او فارياب ولايتونو کې دي، چې هر کال سل زره ټنه مالګه د اندخوى کان او لس زره ټنه مالګه د کرم له کان څخه استخراجوو.))

هغه زياته کړه:((د افغانستان مالګه غوره پلور لري او د نورو هېوادونو لکه پاکستان څخه د مالګې واردول په افغانستان کې د مالګې پر پلور يو ستر ګوزار دى.))

په ورته وخت کې د مالګې يو بل فابريکه لرونکى او د پاميربلور فابريکو مسوول وويل، چې د دوى ٥ فابريکې دهېواد په بېلابېلو ولايتونو کې فعاليت لر ، چې په راتلونکې کې به په فارياب کې د شګوفان ، په جوزجان کې د کرسټال پامير، په تخار کې عکاشه، په مزار شريف کې بلور افغان او په کابل کې د پامير بلور نوې ايوډين لرونکې مالګې د توليد فابريکې جوړې کړي.

نوموړي وويل، چې په خپله فابريکه کې يې د مالګې د توليد لپاره په افغانستان کې د مالګې له پنځو کانونو سره قرار داد کړى او د مالګې د توليد لپاره ترې کار اخلي.

دده په خبره، هغه مالګې چې له پاکستان څخه هېواد ته راځي، غرنۍ مالګې دي او کومو فابريکو چې دا مالګې اوړه کړي پوهېدلي، چې د افغاني مالګو په پرتله خراب کيفيت لري.

احمد نويد زياته کړه:((که چېرته قاچاق نه وي او له بل هېواد نه افغانستان ته مالګه وارده نه شي، موږ کولى شو، چې د هېواد والو د اړتيا وړ مالګه توليد کړو.))

دده په خبره، بايد اړوند بنسټونه د بې کيفيته مالګو د توليد مخه ونيسي او هغوى جريمه کړي.

د لوګر ايوډين لرونکې مالګې يوه مسوول شمس الرحمن وويل، چې دوى د خپل کار له پيله تر اوسه پورې په خپله فابريکه کې د پکتيا، کابل، ميدان وردګو او لوګر  ولايتونو له مالګو کار اخلي.

د شمس الرحمن په خبره، دا فابريکه هره ورځ دوه زره پاکټه مالګه توليدوي او په لومړۍ درجه يو پاکټ مالګه يې ١٥ افغانۍ ده.

سرچينې زياته کړه، چې د افغانستان د مالګې کانونو لپاره د هېواد پرمختګ ته اړتيا ده، خو چې په سمه بڼه ترې کار واخيستل شي.

سرچينې همدارنګه وويل:((په افغانستان کې د مالګې ستونزه داده، چې بايد چاڼ شي، خاورې ترې بېلې او چاڼ شوې مالګه تر لاسه شي.))

دده په خبره، افغانستان ته د نورو هېوادونو د مالګې د توريد څخه د مخنيوي لپاره بايد له مډرنو ماشينونو کار واخيستل شي، څو د هېواد د کانونو مالګه په  اساسي او روغتيايي ډول چاڼ شي.

په مزارشريف کې د پاميربلور په نامه د مالګې د چاڼ شرکت استازي محمد نعيم ، په کابل کې وويل:(( د افغانستان د مالګې له کانونو څخه توليد شوې مالګې بيه او کيفيت له بهرنيو هېوادونو څخه د توريد شوې مالګې په پرتله غوره دى.))

خو په هېواد کې د مالګې د توليد فابريکو ځينې خاوندان پر دولت نيوکه کوي او وايي، چې دولت د فابريکو په جوړولو او د کانونو داستخراج په برخه کې کار نه دى کړى، نو له همدې امله  هېواد ته مالګه له پاکستان نه راځي.

په مزارشريف کې د پاميربلور په نامه د مالګې د چاڼ شرکت استازي، په کابل کې وويل:(( دولت په دې برخه کې نه زيات فعاليت کړى او نه هم کانونو ته پاملرنه لري، همدا سبب دى چې افغانستان ته مالګه له بهر څخه راځي.))

نوموړي په افغانستان کې د بهرنيو هېوادونو د مالګې د پلور يواځنې لامل دا وباله، چې په افغانستان کې د مالګې د توليد فابريکې نه شته. هغه په دې برخه کې   دولت پړ وګاڼه او ويې ويل:(( په افغانستان کې د مالګې څو کانونه لرو، خو فعال نه دي.))

محمدنعيم دا خبره رد کړه، چې ګنې د افغاني کانونو مالګه ډېره خاروه لري او پاکستاني يې نه لري، هغه زياته کړه:((زموږ وطن غوره مالګه لري، کيفيت يې ښه دى، رېګ او خاوره په کې نه شته.))

دده په خبره ، يواځې په پامير بلور شرکيت کې ١٢٠٠ تنه کار کوي، دې شرکت د مالګې نمونې ايران او تاجاکستان ته استولې ، خو لا هم له هغوى سره په دې اړه کوم قرار داد نه دى لاسليک شوى.

د کابل ښار په باغ قاضي کې يوه مالګه پلورونکي محمد عمر وويل:(( دواړه ډوله مالګه لري، خو د افغانستان د مالګې پلور زيات دى، د پاکستاني مالګې د پلور مخنيوي لپاره ، بايد دهغه هېواد پولې تر کنټرول لاندې راوستل شي.))

نوموړي ددې په اړه، چې افغانستان د مالګې څومره کانونه لري او له دې سره سره ولې بيا هم مالګه له پاکستان څخه واردېږي؟ وويل:(( زموږ خپله مالګه هم زياته او هم ښه ده، چاڼ شوې ، دا د سوداګرو او شرکتونو کار دى، چې له هر ځايه يې راوړي، موږ يې پلورو.))

د مالګې دې پلورونکي زياته کړه:((که چېرته يواځې د افغانستان مالګه د پلور لپاره وي، نو زموږ دخلکو ټولې اړتياوې پوره کوي او بهرنۍ مالګه ته اړتيا نه پيدا کېږي.))

خو د کانونو او پټروليم وزارت وياند محمد رفيع رفيق صديقي له يوه تن  سره د مالګې د کانونو قرار داد لاسليکولو خبره رد کړه او ويې ويل، چې ددې وزرات له مسووليتونو او صلاحيتونو څخه يو هم دادى، چې د قرار داد له لاسليک سره د کانونو د استخراج بهير،  داوطلبۍ له اعلان، د لېوالتيا څرګندولو پړاو او معياري کار څخه تفتيش او څارنه وکړي.

نوموړي د خپلې دې خبرې ، چې د افغانستان د مالګې کانونو ټول قرار دادونه له يوه شخص يا يوې کمپنۍ سره لاسليک شوي ، دليل دا وښود چې د افغانستان د کانونو قرار داد پروسه له څو پړاوونه تېرېدو وروسته نهايي کېږي.

صديقي وويل، چې کانونو وزارت نه يواځې چې د مالګې کانونه څېړي، بلکې ټول کانونه څاري.

ده وويل، کانونو وزارت د روڼتيا او څار له يوه بهرني بنسټ سره قرار داد کړى او دا بنسټ د قرار دادونو له روڼتيا څخه څارنه کوي.

صديقي زياته کړه، چې ګټه ته سپارل شوو کانونو قراردادونه تر ډېره  د خصوصي سکتور له کمپنيو سره لاسليک شوي دي.

صديقي زياته کړه، چې د کانونو وزارت له ځينو کانونو څخه جدي څارنه کوي او په دې برخه کې يې په فارياب کې د اندخوى، په تخار کې د تاقچه خانه ، ګلفګان او قور قاصه او لته بند د مالګې کانونو يادونه وکړه .

د کانونو او پټروليم وزارت وياند وويل، هغه شمېر  کانونونه چې قرار دادونه يې   لاسليک شوي، قرار دادي کمپنۍ خپل د امتياز حق له قرار داد سره سم ورکوي.

د کانونو او پټروليم پخواني وزير ابراهيم عادل هم له يوه تن سره د مالګې د ټولو کانونو د قرار داد خبره رد کړه او ويې ويل، چې د هر کان قرار داد له يوه بېل تن سره شوى دى.

عادل زياته کړه، چې په ١٣٨٥ کال کې يو فرمان صادر شو، چې نور دې له پاکستان څخه مالګه او کچ نه واردېږي، خو هغه مالګه چې اوس له پاکستان څخه واردېږي، قاچاقي مالګه ده.

خو ابراهيم عادل څرګنده نه کړه، چې دا فرمان د ولسمشرۍ رياست له خوا صادر شوى و که د کومې بلې مرجع له خوا .

هغه وويل:((له پخوا نه موږ له داسې ستونزې سره مخ  يو، چې د پاکستان تر ټولو ناوړه مالګه ، چې سم کيفيت نه لري افغانستان ته واردېږي.))

هغه همدارنګه زياته کړه، چې کلونه پخوا د کانونو وزارت مالګه استخراجوله، چې کلنۍ عايد يې ٧ يا اته ميليونه افغانيو ته رسېده ، خو وروسته يې بيا پلور نه درلود او زيان يې کاوه.

د کانونو دغه پخواني وزير زياته کړه، په همدې دليل چې ګواکې فابريکه لرونکې پاکستانۍ مالګه د ارزانوالي له امله واردوي، مخالفت وکړ او ويې ويل چې ياد شرکتونه دې د افغانستان له مالګې کار واخلي او په خلکو دې يو دوه افغانۍ ګرانه وپلوري، په دوو روپيو کې خلکو ته هېڅ توپير نه راځي.

عادل وويل:((له دې سره سره بيا هم له خپلې مالګې کار اخلو، هم زموږ خپل صنعت دى او هم زموږ پيسې بهر ته نه ځي او خلک په کار لوېږي.))

خو د کابل پوهنتون استاد سيف الدين سيحون وويل، چې مالګه د افغانستان پر اقتصاد تر هغې کچه پراخه  اغېز نه لري، خو بيا هم دده په اند که په بازار کې د افغانستان له مالګې ګټه واخيستل شي، غوره به وي.

د اقتصادي چارو دا کارپوه په دې نظر دى، چې که د هېواد  کورنۍ مالګه کولى شي، د مالګې توليدوونکو فابريکو اړتيا پوره کړي، نو غوره ده ، چې کار ترې واخيستل شي، خو که چېرته دده په قول :(( کورنۍ مالګه کورنۍ اړتياوې پوره نه کړي، پرېږده چې له بهره يې وارده کړي، دا د افغانستان کومه زيانمنه چاره نه ده .))

دده په خبره ، حتما ثابته شوې، چې د افغانستان مالګه کورنۍ اړتياوې نه شي پوره کولى،چې دوى له نورو هېوادونو مالګه واردوي.

دده په خبره ، دا چې فابريکې د پاکستان له مالګو څخه د بيو د ټيټوالي له امله کار اخلي، کومه جدي ستونزه نه ده، ځکه اقتصاد دا څرګندوي، هر څه چې اقتصادي تمام شي بايد همغه وارد او پروسس شي او دا اړينه نه ده، چې په افغانستان کې د مالګې کانونه شته او بايد کار ورنه واخيستل شي.

هغه وويل:(( هر هغه څه چې موږ يې په هېواد کې په ارزانه توليد نه توانېږو، نو د وارداتو له لارې يې تر لاسه کوو او نورو هغو کارونو ته مخ کوو، چې په کې تخصص لرو، له همدې اړخه دغزني دهمغې فابريکې منطق سم دى، چې وايي دلته  ګرانه  ده، موږ يې له هغه ځايه را نيسو او دلته يې پروسس کوو.))

Views: 17

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version