کندهار ښار ( پژواک، ١٢ ورى ٩٣ ) : د کندهار د عامې روغتيا رييس وايي چې په تېر يوه کال کې په دې ولايت کې د ايډز ١١ مثبتې قضيې ثبت شوې دي.
دعامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا دغه څرګندونې د وري ١٢مه، د ولايت د رسنيو په مرکز کې ديوې خبري غونډې پر مهال وکړې.
هغه په دې غونډه کې د تېر کال په اوږدو کې په دغه ولايت کې دعامې روغتيا رياست د فعاليتونو په اړه رڼا واچوله.
نوموړي زياته کړه، په تېر يوه کال کې يې د وړم کال په پرتله ډېرې لاسته راوړنې درلودې او زياته يې کړه چې يو شمېر پروژې اوس هم تر کار لاندې دي.
د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا وويل، د تېر کال په اوږدو کي د کندهار په کچه ١٣٩٧٥٩٦ تنه ناروغان تداوي شوي دي.
نوموړي وويل چې د نورو ناروغيو ترڅنګ د تېر يوه کال په اوږدو کې په دې ولايت کې ١٨٢٣٨ کسان د ايچ ای وي ايډز وايروس لپاره کتل شوي چي د دوو ښځو په ګډون يوولس قضيې مثبت وو.
د هغه په وينا، په روغتيايي مراکزو کې ٥٧٦٥ کسان د ملاريا ناروغۍ لپاره کتل شوي، چې له دې جملې څخه شپږ پېښې د ملاريا اعصابي ناروغۍ وې او ٨٥ تنه يې د ملاريا د سليم شکل تثبيت شوې.
ډاکټر پخلا وايي چې دا د نورو کلونو په پرتله په کندهار کې د ملاريا ناروغۍ کمښت په ګوته کوي.
ده زياته کړه، چې د پوليو ناروغۍ په اړه ١٦ او د شرې ناروغۍ په اړه يو کمپاين ترسره شوى چې په ترڅ کې يې د کندهار ولايت مقام، اطلاعات او فرهنګ، پوهني رياستونو او داسې نورو ارګانونو په مستقيمه همکاري وتوانېدو چې په کندهار کې د پوليو هيڅ مثبت پېښه ونه لري.
د عامې روغتيا رييس وويل چې ٦٤ شخصي خپلسري درملتونونه په کندهار ښار کې تړل شوي او ٢٨ درملتونونو ته اخطار ورکول شوي دي.
د هغه په وينا، همداراز په لومړۍ ربعه کي ٣٢، په دوهمه ربعه کي ٤٢ او په دريمه ربعه کي ٤٠ ټنه تر وخت تېر درمل سوځول سوي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن