ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وزيرانو شورا کرکټ بورډ ته د نړيوالې جايزې په اخيستو مبارکي وويله

1 Apr 2014 - 17:30
1 Apr 2014 - 17:30

کابل (پژواک ١٢ ورى ٩٣): د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د وزيرانو شورا د افغانستان د کرکټ د نړيوالې جايزې پر اخيستو خوښي څرګنده کړه او ټولو هېوادوالو ته يې د هغې مبارکي وويله.

له ارګ څخه د وري په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پرون د ولسمشر کرزي په مشرۍ د وزيرانو شورا د کرکټ په برخه کې د دې نړيوالې جايزې اخيستل، لويه لاسته راوړنه وبلله.

سرچينې زياته کړې چې دغه جايزه د افغانستان کرکټ بورډ ادارې او ملي لوبډلو د ښو لاسته راوړنو او برياوو په پايله کې ترلاسه شوې ده.

 د افغانستان د وزيرانو شورا د دې جايزې په ترلاسه کولو ټولو هېوادوالو، لوبغاړو، د کرکټ مينه والو او د افغانستان کرکټ بورډ ادارې ته مبارکي ورکړې ده.

د يادونې ده، په ماليزيا کې د ليوريس په نوم د يوې نړيوالې ټولنې له خوا هر کال د لوبو په برخه کې نړيوالې جايزې ورکول کېږي.

دغه ځل د افغانستان کرکټ بورډ ادارې ته د (لوبې د روح ) په نامه نړيواله جايزه ورکړل شوه.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version