ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ نړيوالې شورا افغانستان ته د همکاريو ډاډ ورکړ

د کرکټ نړيوالې شورا افغانستان ته د همکاريو ډاډ ورکړ

author avatar
18 Jan 2017 - 11:18
د کرکټ نړيوالې شورا افغانستان ته د همکاريو ډاډ ورکړ
author avatar
18 Jan 2017 - 11:18

کابل (پژواک، ٢٩ مرغومى ٩٥): د کرکـټ د نړيوالې شورا چارواکو د افغانستان کرکټ بورډ ته په بېلا بېلو برخو کې د همکاريو ډاډ ورکړ.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د مرغومي په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کرکـټ بورډ عمومي رييس عاطف مشعل او اجراييوي رييس شفيق الله ستانکزي د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د کرکـټ د نړيوالې شورا له مسوولينو سره وليدل.

د نوموړي په وينا، په دې غونډه کې چې د کرکټ د نړيوال شورا مرکزي دفتر کې ترسره شوې وه،   د نړيوالې شورا اجراييوي رييس، د پرمختيايي  چارو، لوړو مهارتونو، عملياتي او مالي څانګو مسوولينو برخه اخيستې وه.

نوموړى وايي چې د کرکټ نړېوالې شورا مشرتابه د کرکټ بورډ نوي عمومي رييس ته د افغان لوبډلې د وروستيو برياو مبارکي وويله او د کرکټ بورډ رهبرۍ ته يې د همکاريو ډاډ ورکړ .

د کرکټ د نړيوالې شورا اجراييوي رييس ډېوېډ وويل چې د افغانستان لوبډله ښه پرمخ روانه ده ، ښې لاسته راوړنې لري او بايد تداوم په پام کې ونيول شي.

هوتک ووويل  چې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس عاطف مشعل خپل نوي پروګرامونه او پلانونه د کرکټ د نړيوالې شورا له مشرانو سره شريک کړل چی د کرکټ نړيوالې شورا غړو له لوري يې هرکلی وشو.

مشعل د کرکټ د نړيوالې شورا له همکاريو مننه وکړه او هغوی ته يې د افغانستان کرکټ بورډ د خپلواکۍ ډاډ ورکړ .
نوموړي دغه راز په افغانستان کې د کرکټ د پرمختګونو او بېلابېلو برخو ترڅنګ د زېربناوو په اړه هم له هغوى سره خپل معلومات شريک کړل او د لازياتو همکاريو غوښتنه يې وکړه .

د کرکټ بورډ عمومي رييس عاطف مشعل د کرکټ له نړيوالې شورا څخه د بشپړ غړيتوب، د فرسټ کلاس غړيتوب، په پرمختيايي ، د کارکوونکو روزلو او له نړيوالو لوبډلو سره د لوبو د برابرولو په برخو کې د همکاريو غوښتنه وکړه.

د کرکټ د نړيوالې شورا مسوولينو د افغانستان کرکټ بورډ د نوي عمومي رييس ته د لازمو همکاريو ډاډ ورکړ .

د افغانستان کرکټ بورډ وياند وايي چې اجراييوي رييس شفيق الله ستانکزي له لوري د وروستيو لاسته راوړنو، پرمختګونو او راتلونکو پلانونو  په اړه د کرکټ نړيوالې شورا مسوولينو ته هر اړخيز  پرېزنټيشن او معلومات وړاندې شول. 

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.