ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په امنيتي پېښو کې ٣٢ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

1 Apr 2014 - 11:07
1 Apr 2014 - 11:07

ميدانښار-غزني-جلال اباد (پژواک ١٢ وری ۹۳): په يو شمېر ولايتونو کې د امنيتي پېښو پر مهال ملکي وګړو، پوليسو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني په ده يک ولسوالۍ کې پرون د يوې چاودنې له امله درى پوليس وژل شوي دي.

د غزني د والي وياند شفيق ننګ د وري په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه د يادې ولسوالۍ په رباط سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر يوه رينجر موټر شوې وه.

هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې درى پوليس وژل شوي، خو بل چا ته په کې زيان نه دى اوښتى.

د سيمې اوسېدونکي وايي، چې په وژل شوو کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان هم شامل دى.

د يو بل خبر له مخې، په سمنګانو ولايت کې د يوې چاودنې له امله اوه پوليس ټپيان شوي دي.

د دغه ولايت امنيه قوماندان پاسوال محمداکرم بهزاد پژواک اژانس ته وويل، چې دا چاودنه پرون مازديګر پنځه بجې د ولايت د مرکز ايبک شمال ختيځ ته د جودره په سيمه کې شوې وه.

د نوموړي په وينا، په دې چاودنه کې اوه پوليس ټپيان شوي او موټر يې هم ويجاړ شوى دى.

بلخوا په ميدان وردګو ولايت کې د بېلو نښتو او عملياتو پر مهال يوولسو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولايت د والي وياند عطاالله خوګياڼي پژواک اژانس ته وويل، چې دا امنيتي پېښې په نرخ او چک ولسواليو کې رامنځته شوې دي.

هغه زياته کړه، چې په دغو نښتو او عملياتو کې اته وسله وال طالبان وژل شوي او درى نور ټپيان دي.

خوګياڼي دغه راز وويل، چې په چک ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال د ملي اردو دوه سرتېري هم ټپيان شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، په لغمان ولايت کې د امنيتي پېښو پر مهال دوو ملکي وګړو او نهو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولايت د والي وياند سرحدي ځواک پژواک ته وويل، چې پرون د وسله والو مخالفينو په يوه بريد کې يو ملکي وګړى وژل شوى او يوه مېرمن ټپي شوې ده.

هغه دغه راز وويل، چې پرون د دغه ولايت د اليشنګ او الينګار ولسواليو په مربوطاتو کې د عملياتو پر مهال اوه وسله وال وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version