لښکرګاه (پژواک ١٩ چنګاښ ٩١): په هلمند ولايت کې د يوې چاودنې له مله د ١٤ ملکي وګړيو په ګډون ١٨ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند د والي وياند داوود احمدي د چنګاښ په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه پرون ماښام د ګرشک ولسوالۍ د مېرمن داب په سيمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه، چې چاودېدونکي توکي پر يوه موټرسايکل ځاى پرځاى شوي وو او بيا د ريموټ کنټرول په وسيله ورته چاودنه ورکړل شوې ده.
نوموړي وويل، چې دغه چاودنه د مېرمن داب په سيمه کې يوه بازار ته څېرمه د سيمه ييزو پوليسو له پوستې سره نږدې شوې، چې له امله يې ملکي وګړيو او پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته.
احمدي وايي، چې په دې چاودنه کې دوه سيمه ييز پوليس او درې عام وګړي وژل شوي، دوه پوليس او ١١ عام وګړي ټپيان دي.
د والي وياند زياته کړه، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، خو د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.
د هلمند د امنيه قوماندانۍ د همغږۍ څانګې مرستيال سمونوال محمداسماعيل هوتک هم ياده پېښه تاييد کړه.
بلخوا وسلوالو طالبانو د دې چاودنې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
طالب وياند قاري يوسف احمدي په يوه ليکلي پيغام کې ادعا کړې، چې په دې چاودنه کې ١٥ سيمه ييز پوليس وژل شوي او اوه نور ټپيان دي.
د يادونې ده ، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د نا امنيو پېښې زياتې شوې دي، د افغان او بهرنيو سرتېرو او وسلوالو مخالفينو ترڅنګ ګڼ شمېر ملکي وګړي هم د دغه تاوتريخوالي ښکار شوي دي.
پرون په کندهار ولايت کې د يوې چاودنې له امله ١٤ ملکي وګړي ووژل شول، له هغې مخکې په اروزګان ولايتونو کې هم د چاودنو له امله لسګونو عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن