ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې ١٣ عامو وګړيو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

25 Aug 2012 - 15:55
25 Aug 2012 - 15:55

لښكرګاه (پژواك ٤ وږى ۹۱): په هلمند کې د بېلابېلو امنيتي پېښو له امله ١٣ عامو وګړيو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا پېښې له پرون راهيسې د دغه ولايت په موسى کلا او ګرشک ولسواليو کې رامنځته شوې دي.

د موسى کلا ولسوال نعمت الله خان د وږي په څلورمه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ ناوخته ولسوالۍ ته نږدې په بغني مانده كې وسلوالو طالبانو پر يوه ملکي موټر ډزې کړې وې.

هغه زياته کړه، چې په دغه بريد يو پوليس، چې له ملکي وګړو سره په موټر کې سپور و، له يوه بل ملکي وګړي سره وژل شوى دى.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې په موسى کلا کې يې دوه پوليس وژلي دي.

بلخوا د دغه ولايت د ګرشك ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار ګلى خان وايي، چې تېر ماښام د ګرشك ولسوالۍ په سربند سيمه كې د پوليسو پر موټر د ماين په چاودنه كې يو پوليس ټپي او پښه يې پرې شوې ده.

د نوموړي په وينا، کله چې نور پوليس سيمې ته ورغلل نو د وسلوالو طالبانو تر بريد لاندې راغلل، چې په ترڅ کې يې د پوليسو يو بل افسر ټپي شو.

دغه راز نوموړى وايي، چې په حيدر اباد سيمه كې د وسلوالو په يوه بريد کې د يوې کورنۍ اوو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ګرشک امنيه قوماندان وايي، چې د وسلوالو له خوا توغول شوې مرمۍ پر يوه کور لګېدلې چې له امله يې يوه ماشومه وژل شوې او شپږ تنه نور ټپيان دي.

نوموړي زياته کړه، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

بلخوا د دغه ولايت د ملي امنيت سرچيني د درېيو طالب قوماندانانو او دوو داسې کسانو د نيولو خبر ورکړى، چې پاکستان ته يې جاسوسي کوله.

د ملي امنيت يوې سرچينې پژواک ته وويل، چې نيول شوي طالب قوماندانان په بېلابېلو سيمو کې د دولت ضد فعاليتونه ترسره کول.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دوه پاکستانيان چې په لښکرګاه کې يې سلماني جوړه کړې وه، خو په پټه يې پاکستان ته جاسوسي کوله.

د ملي امنيت سرچينه وايي، چې دغه کسان په يو شمېر ترهګريزو فعاليتونو کې هم لاس درلود او داسې اسناد ترې ترلاسه شوي، چې دوى ته په کې د جاسوسۍ لارښوونې شوې دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version