کابل ( پژواک، ١٦ ورى ٩٣ ): په يو شمېر ولايتونو کې سلګونه کسان د رايو مرکزونو مخې ته په کتارونو کې ولاړ دي، خو د رايو پاڼې خلاصې شوې دي.
دغه پاڼې د باميان، تخار، ننګرهار، دايکندي، سمنګان، هرات او يو شمېر نورو ولايتونو د رايو په يو ځينو مرکزونو کې خلاص شوي دي.
د باميانو والي غلام علي وحدت د وري په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د ولايت د مرکز، پنجاب او د يکاولنګ ولسواليو د رايو په يو شمېر مرکزونو کې د رايو پاڼې خلاصې شوې دي.
هغه زياته کړه ، چې د ملي دفاع وزير سره يې د ټېلېفون په وسيله خبرې کړې دي، څو د هوا له لارې دې ولايت ته درايو پاڼې ولېږدوي.
د نوموړي په وينا، وزير ورته ډاډ ورکړى، چې په کابل کې د هوا له ښه کېدو سره سم به د رايو پاڼې ولېږدوي.
د باميانو ولايت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر عزيز احمد رسولي هم پژواک اژانس ته ويل، چې په يو شمېر مرکزونو کې د رايو پاڼې خلاصې شوې دي.
هغه زياته کړه، هڅه کوي، چې ژر تر ژره دغو مرکزونو ته د رايو پاڼې ورسوي.
د فاطمې په نامه يوه ٦٠ کلنه ښځه ، چې درايو مرکز ته د خپلې رايې کارولو په موخه راغلې وه، په ناهيلۍ سره پژواک ته وويل : (( له درېيو ساعتونو راهيسې انتظار باسم، خو اوس وايي چې درايو پاڼې خلاصې شوې دي.))
بلخوا د تخار ولايت اوسېدونکي وايي، چې د ولايت مرکز اړونده د آهند دره ، د درقد او کلګفان ولسواليو په يو شمېر مرکزونو کې هم د رايو پاڼې خلاصې شوې دي.
د تخار د ټاکنو د کمېسيون مشر سيد روح الله وايي، چې په ټاکنو کې د خلکو ګڼه ګوڼه زياته ده، چې له امله يې درايو پاڼې کمې شوې دي.
دغه راز د سمنګانو ولايت د مرکز ايبک ښار اړونده سيمه کې د رايو په يوه مرکز کې د رايو پاڼې خلاصې شوې دي.
د هرات ولايت اوسېدونکي هم شکايت کوي، چې په ګڼ شمېر مرکزونو کې د رايو پاڼې خلاصې شوې دي.
د هرات والي سيد فضل الله وحيدي پژواک اژانس ته وويل، چې د بارانونو له امله يو شمېر سيمو ته مواد نه دي رسول شوي او په ځينو سيمو کې د خلکو د ګڼې ګوڼې له امله درايو پاڼې کمې شوې دي.
د هغه په وينا، د هر محل لپاره ٦٠٠ پاڼې ځانګړې شوې وې، خو په ځينو محلونو کې تر زرو زيات خلک راغلي وو.
دغه راز د ننګرهار ولايت د مومند درې ولسوالۍ د ګردي غوث په سيمه کې په دوو محلونو کې د رايو پاڼې خلاصې شوې دي.
د کابل ولايت د پغمان ولسوالۍ اوسېدونکو هم شکايت کړى ؛چې په يو شمېر مرکزونو کې درايو پاڼې خلاصې شوې دي.
ددې ولسوالۍ د ټاکنو کمېسيون وايي، چې دوى له مرکز سره اړيکې نيولې دي، څو د رايو پاڼې نورې پاڼې وليږي.
په دې ولسوالۍ کې درايو د مرکز مسوول سيد مرتضى پژواک اژانس ته وويل، چې ګڼ شمېر خلک د محلونو مخې ته ولاړ دي او دوى هڅه کوي، چې ژر تر ژره ورته ورقې ورسوي.
بلخوا د دايکنډي ولايت د ولايتي شورا رييس سهراب علي اعتماد وايي، چې په دې ولايت کې هم په يو شمېر مرکزونو کې درايو پاڼې خلاصې شوې دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن