غزني(پژواک،٣٠ورى٩٣): د غزني چارواکي وايي،چې په جومات کې د طالبانو د خپل ماين چاودنې په ترڅ کې د يوه قوماندان په ګډون ٦ وسله وال طالبان ووژل شول.
ددغه ولايت مرستيال والي محمدعلي احمدي د وري په ٣٠ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه نن (شنبه) ١١ بجې د غزني ښار اړوند د خشک د سيمې د وردګيانو په جومات کې رامنځ ته شوه.
احمدي وايي: (( دغو طالبانو غوښتل ، چې په ياد جومات کې ماين جوړ کړي، خو موخې ته له رسېدو مخکې پرې وچاودېد.))
د غزني د مرستيال والي والي په وينا، په دغه پېښه کې جومات هم ويجاړ شوى دى.
نوموړى زياتوي : (( په وژل شوو کې يو يې ملا صادق نومېده، چې په سيمه کې يو فعال طالب قوماندان و .
احمدي وايي، طالبانو غوښتل ، چې دغه ماين د غزني ښار په يوه څنډه کې ځاى پر ځاى کړي او خلکو ته په کې مرګ ژوبله واړوي.
د سيمې يو تن اوسېدونکي نور احمد پژواک ته وويل، دغه وسله وال نن سهار مهال ياد جومات ته راغلي وو او څو ساعت وروسته پرې د خپل ماين چاودنه وشوه.
دى وايي: (( تر چاودنې وروسته ، کله چې جومات ته ورغلو د څو طالبانو مړي پراته وو او د جومات ډېره برخه ويجاړه شوې وه.))
ياده دې وي، چې له دې وړاندې هم دغزني په اندړو او ده يک ولسواليوکې په ځايي جوماتونو کې پر وسله والو طالبانو دغسې چاودنې شوې دي.
د وري په ١٠مه د ده يک ولسوالۍ د الوخېلو په سيمه کې ٧ هغه وسله وال طالبان هم د خپل ماين په چاودنه کې ووژل شول، چې په يوه جومات کې يې ماين جوړاوه.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن