ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سيلابونو له امله د مړو شويو کسانو شمېر ١٠٧ تنو ته لوړ شو

25 Apr 2014 - 17:07
25 Apr 2014 - 17:07

شبرغان،ميمنه،سرپل(پژواک،٥غويى٩٣):په سرپل،فارياب،بادغيس او جوزجان ولايتونو کې د سختو سيلابونو له امله ١٠٧تنه مړه شوي او تر سلو زيات لادرکه دي.

د جوزجان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فقيرمحمدجوزجاني د غويي په ٥مه پژواک ته وويل، چې ددغه ولايت  د مرکز په ګډون، د خواجه دو کوه ، خوش تيپه او څو نورو ولسواليو کې د سيلابونو له امله تراوسه د ٥٥ تنو جسدونه پيدا شوي او تر سلو زيات لادرکه دي.

ددغه ولايت د طبعې پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې رييس انجنير عزيز الرحمن پژواک ته وويل، په هغو سيمو کې ، چې يو شمېر کسان د سيلاب له امله ګير پاتې و ، د ملي اردو د چورلکو په مرسته  وېستل شوي دي.

هغه وويل ، چې تراوسه په دغه ولايت کې ٢ زره کورني څاروي هم مړه شوي او په زرګونه جريبه کرنيز ځمکه اوبو وړې ده.

د سرپل ولايت د طبعي پېښو پر وړاندې د چتوالي ادارې رييس سيدفضل الله سادات بيا وايي، چې په دغه ولايت کې د سيلابونو له امله د مړ شويو کسانو شمېر ١٤ تنو ته لوړ شوى.

هغه وايي، چې په دې ولايت کې لسګونه څاروي مړه شوي او زرګونه جريبه ځمکه ددغو سيلابونو له امله اوبو وړې ده.

بلخوا د فارياب د طبعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې رييس انجنير عبدالوهاب پژواک ته وويل، چې په دغه ولايت کې د سيلابونو له امله تراوسه  د٣٠ تنو مړي پيدا شوي  اولسګونه نور لادرکه دي.

هغه وايي، تراوسه ورته د ٥٠٠ کورنو د ويجاړېدو خبر ورکړل شوى، خو دده په وينا، وېره شته، چې دا شمېر زيات شي.

د بادغيس ولايت چارواکي بيا وايي، چې د سخت باران  او ږلۍ له امله په دغه ولايت کې د يوه کور ٨ تنه غړي مړه شوي دي.

له دې سره سره ددغو ټولو ولايتونو چارواکو وېره ښودلې ، چې ښايي د سيلابونو له امله د مړه شويو کسانو شمېر تر دې هم زيات شي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version