دويم تعقيب-شبرغان،ميمنه،سرپل (پژواک،٥غويى٩٣):په سرپل، فارياب،بادغيس او جوزجان ولايتونو کې د سختو سيلابونو له امله ٨٦ تنه مړه شوي او تر سلو زيات لادرکه دي.
د جوزجان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فقيرمحمدجوزجاني د غويي په ٥مه پژواک ته وويل، چې ددغه ولايت د مرکز په ګډون، د خواجه دو کوه ، خوش تيپه او څو نورو ولسواليو کې د سيلابونو له امله تراوسه د ٤٣ تنو جسدونه پيدا شوي او تر سلو زيات لادرکه دي.
ددغه ولايت ښاروال انجينر محمدحسن پژواک ته وويل،مرستدويه ډلې سيلاب ځپلو سيمو ته استول شوي، خو دده په وينا، لا زياتو مرستو ته اړتيا ده.
ددغه ولايت د طبعې پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې رييس انجينر عزيز الرحمن پژواک ته وويل، چې د ملي اردو د چورلکو په وسيله سلګونه کسان له بېلا بېلو سيمو ويستل شوي دي.
هغه وويل ، چې تراوسه په دغه ولايت کې دوه زره کورني څاروي هم مړه شوي او په زرګونه جريبه کرنيز ځمکه اوبو وړې ده.
د سرپل ولايت د طبعي پېښو پر وړاندې د چتوالي ادارې رييس سيدفضل الله سادات بيا وايي، چې په دغه ولايت کې د سيلابونو له امله د مړ شوو کسانو شمېر ١٤ تنو ته لوړ شوى دى.
هغه وايي، چې په دې ولايت کې لسګونه څاروي مړه شوي او زرګونه جريبه ځمکه ددغو سيلابونو له امله اوبو وړې ده.
بلخوا د فارياب د طبعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې رييس انجينر عبدالوهاب پژواک ته وويل، چې په دغه ولايت کې د سيلابونو له امله تراوسه د ٢٤ تنو مړي پيدا شوي او ٧ تنه لادرکه دي.
هغه وايي، تراوسه ورته د ٥٠٠ کورنو د ويجاړېدو خبر ورکړل شوى ، خو دده په وينا، وېره شته چې دا شمېر زيات شي.
د بادغيس ولايت چارواکي بيا وايي، چې د سخت باران او ږلۍ له امله په دغه ولايت کې د يوه کور ٨ تنه غړي مړه شوي دي.
په لوېديځ کې د طبعې پېښو پر وړاندې د چتموالې ادارې رييس عبدالحميد مبارز حميدي پژواک ته وويل، چې په مړو شوو کسانو کې ماشومان او مېرمنې هم شاملې دي.
له دې سره سره ددغو ولايتونو چارواکو وېره ښودلې ، چې ښايي د سيلابونو له امله د مړه شوو کسانو شمېر تر دې هم زيات شي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن