ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست موزيم لرغوني اثار د زيانمنېدو له ګواښ سره مخ دي

7 May 2014 - 14:01
7 May 2014 - 14:01

خوست (پژواک ١٧ غويى ٩٣): د خوست د موزيم مسوولين وايي، چې سلګونه لرغوني اثار د مناسب ځای او امکاناتو د نشتوالي له امله د نامنظم ډول ساتلو له امله د زيانمنېدو له ګواښ سره مخ دي.

د خوست موزيم دا مهال تر څلور سوو زيات بېلابېل ډوله تاريخي او لرغوني اثار لري، چې د ځينو اثارو تاريخ او لرغونتوب يې تر درى زره کلونو هم ډېر بلل کېږي.

دغه تاريخي او لرغوني اثار د دغه ولايت د بېلابېلو سيمو يو شمېر خلکو، چې په مختلفو وختونو کې لاسته ورغلي وو، پرته له کوم امتياز څخه ياد موزيم ته په تېرو ديارلسو کلونو کې سپارلي دي.

د ياد موزيم مدير محمدحبيب مندوزي له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، چې دغه تاريخي اثار کوم مناسب ځای نه لري او په غير مسلکي ډول په نامناسب ځای کې ساتل کېږي.

نوموړي زياته کړه، چې ياد موزيم اوسمهال د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ودانۍ په يوه کوچنۍ خونه کې جوړ او اثار په زړو الماريو کې په غيرفني ډول ځای پر ځای شوي دي.

نوموړي غوښتنه وکړه، چې د دغو تاريخي اثارو د ساتلو او په منظم ډول د ځای پر ځای کولو لپاره نوې او ځانګړې مجهزه ودانۍ جوړه کړي.

حبيب مندوزی همدارنګه وايي، چې په دې برخه کې د ځانګړو مامورينو روزنې ته هم اړتيا ليدل کېږي، چې وکولای شي په مسلکي ډول د اثارو د خوندي ساتلو لپاره ترې څارنه وکړي.

د خوست دغه موزيم ته د نندارې لپاره د ورځې په اوږدو کې په منځني ډول له لسو تر شلو کسانو پورې په خورا مينه ورځي او د ځينو مهمو تاريخي اثارو په اړه د موزيم له مدير څخه معلومات اوري.

د دغه ولايت د مرکز يوه اوسېدونکي نسيم الله، چې د موزيم د اثارو پر ليدنه بوخت و، پژواک اژانس ته وويل، چې د دغه موزيم په اړه يې له خپلو ملګرو ډېر څه اورېدلي وو او ده يې هم نن د ليدو نيت وکړ.

نوموړي وويل، چې د اثارو ارزښت ته په کتو سره دا نه ښايي، چې په زړو الماريو کې کېښودل شي او د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه غواړي، چې د يوه مناسب ځای برابرولو هڅې ورته وکړي.

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رييس محمدامين شاه الفت له پژواک سره په خبرو کې د موزيم لپاره د ودانۍ جوړول د دغه رياست له مهمو اړتياوو وبلل.

نوموړي په ټينګار سره وويل، چې د موزيم لپاره يې د يوې مناسبې ودانۍ د جوړېدا لپاره خپلې هڅې پيل کړې او له وزارت سره يې دغه ستونزه شريکه کړې ده.

نوموړي وويل، چې د موزيم لپاره يې د دغه رياست تر څنګ د يوې ټوټې ځمکې ملکيت هم خپل کړی او د ودانۍ نقشه يې جوړه کړې ده، خو ستونزه دلته ده چې تر اوسه ورته وزارت بوديجه نه ده پيدا کړې.

د خوست والي عبدالجبار نعيمي، چې ياد موزيم ته د يو شمېر تاريخي اثارو د سپارلو پر مهال يې خبرې کولې، وويل، هڅه کوي چې د موزيم د خوندي ساتلو لپاره يو لړ امکانات برابر کړي.

نوموړي زياته کړه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره يې هم دغه موضوع مطرح کړې او ورسره يې ژمنه کړې، چې د موزيم لپاره به ورته د ودانۍ ستونزه ډېر ژر حل کړي.

والي نعيمي دغه راز وويل، چې د ولايت امنيتي ارګانونو ته به هم مسووليت وسپاري، چې د اثارو خونديتوب نور هم ډاډمن شي.

Views: 12

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version