ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«د خوست تاریخي اثار په یوه خونه کې په غیرمعیاري ډول ساتل کېږي»

6 Jan 2024 - 11:56
6 Jan 2024 - 11:56

خوست ښار (پژواک، ۱۶ مرغومی ۱۴۰۲): د خوست يو شمېر فرهنګیان او اوسېدونکي له حکومته د دغه ولايت د موزيم لپاره د يوې ودانۍ جوړولو غوښتنه کوي.

هغوی وايي، د دغه ولایت شاخوا ۵۰۰ تاريخي او فرهنګي اثار دا مهال د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په يوه خونه کې په غير معياري ډول ساتل کېږي.

د خوست يوه فرهنګپال نوراجان بهير پژواک خبري اژانس ته وویل، تاریخي او فرهنګي اثار نه يوازې د یوې سيمې فرهنګي هويت ښيي، بلکې په سيمه کې د اوسېدونکو ارزښت هم ثابتوي.

نوموړي زیاته کړه، دې ټکي ته په پام سره بايد د خوست موزيم ته ودانۍ جوړه شي، څو د دغه موزيم سلګونه تاريخي اثار راتلونکو نسلونو ته په امانت پاتې شي.

هغه وايي: «د خوست له موزيم سره د دې سيمې خلکو اخلاص کړی، هغه لرغوني توکي چې په کورونو کې يې لرل هغه يې ورسره شريک کړي، خو له بده بخته چې مسوولو ادارو دې ته پوره توجه نه ده کړې، تر اوسه هم دغه موزيم خپله ودانۍ نه لري او توکي په یوه خونه کې په نامناسب ډول ځای پرځای شوي دي.»

د خوست يوه بل اوسېدونکي او فرهنګپال دين‌محمد ځلاند هم له پژواک سره خبرو کې له مسوولو حکومتي ادارو غوښتنه وکړه چې د خوست موزيم لپاره يوه ځانګړې ودانۍ جوړه کړي.

د نوموړي په وينا، که مسوول کسان دغه ټکي ته پاملرنه ونه کړي، ښايي دغه تاريخي او فرهنګي اثار له خرابېدو او يا ورکېدو له ګواښ سره مخ شي.

دی زياتوي: «دغه تاريخي اثار چې د افغانستان ملت پورې تړاو لري او د يوه هېواد کلتور، عادتونه، رواجونه او دغه راز د هغوی د سرښېندونو ښکارندويي کوي، نو د دې ساتنه نه يوازې د دولت بلکې د ټولو ګډ مسووليت دی.»

همدرانګه د خوست د یوه ښوونځي زده‌کوونکی عبدالحق چې له دغه موزيمه يې ليدنه کړې وايي چې د موزيم د ننه ډېر مهم پخواني تاريخي اثار موجود دي خو ځای يې مناسب نه دی.

هغه وويل که دغه موزيم ته خپله ودانۍ جوړه شي او ياد تاريخي اثار په کې په ښه او منظم ډول کېښودل شي، نو د ليدونکو شمېر به يې نور هم ډېر شي.

یو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او ټینګار يې وکړ چې د خوست موزیم ته ځانګړې او په معیار برابر ودانۍ جوړه شي.

بلخوا د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رييس شبيراحمد عثماني هم پژواک ته وويل، په دغه موزيم کې تاريخي اثار په غير معياري ډول اېښودل شوي او ځای يې مناسب نه دی.

هغه وويل، د اسلامي امارت په راتګ سره ۱۸ قلمه نور اثار هم دغه موزيم ته اضافه شوي او ښايي راتلونکي کې نور هم ډېر شي.

نوموړي وويل چې دوی د موزيم د ودانۍ طرحه او ‌ډيزاين اړونده وزارت ته لېږلي، خو وزارت تر اوسه په دې برخه کې بودجه نه لري.

ده زياته کړه: «دا شپږ جريبه ساحه ټوله د موزيم مربوط ده، اوس موږ له سره دومره څه نشته چې د دې لپاره ښه ودانۍ جوړه کړو. دا تاريخي ځای دی او تاريخي اثار په کې ساتل کېږي که د وزارت ترڅنګ داسې تجاران پيدا شي چې دا ځای جوړ کړي، نو دا موزيم به له دې هم غني شي او هم به ډېر ليدونکي ولري.»

د خوست فرهنګيان او اوسېدونکي له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت غوښتنه کوي چې موزیم ته د ودانۍ د جوړولو ترڅنګ د دغه ولايت د ځینو نورو تاریخي او فرهنګي سیمو بیارغونې او ساتنې ته هم پام وکړي.

Views: 103

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version