منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۴۰ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

خوست

۵۱۰ راپورونه

راپورونه

خوست کې د بدر په نوم د ۵۰ بستریز روغتون پرانیسته؛ حقاني: د روغتیايي خدمتونو کیفیت دې لوړ شي

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني په خوست کې د یوه ترکي سوداګر له خوا د شاوخوا یو میلیون امریکایي ډالرو په لګښت جوړ شوي روغتون د پرانیستې مراسمو کې له روغتیايي بنسټونو وغوښتل…

د خوست د ځینو لرو پرتو سیمو خلک روغتیايي خدمتونو ته لاسرسي کې له ستونزو شکایت کوي

د خوست ولایت د لرو پرتو ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي وایي، په سیمو کې یې د روغتیايي مرکزونو کمښت له امله ناروغان، په ځانګړي ډول ښځې له جدي ستونزو سره مخ وي خو ځايي مسوولین بیا ډاډ ورکوي چې دې ستونزې ته یې پام دی او هڅه کوي ټولو سیمو ته روغتیایي خدمتونه ورسوي.

خوست کې سږ کال په هوایي ډزو د نجونو د په نوم کولو هیڅ پېښه نه ده ثبت شوې

د خوست امنیه قومانداني وایي چې روان لمریز کال په دغه ولایت کې د هوايي ډزو له لارې د نجونو «په نوم کولو» هیڅ پېښه نه ده ثبت شوې او ټینګار کوي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي د داسې ناسمو دودونو له مخې نجونې جبري نکاح ته اړې کړي.

نور راپورونه