ژبه

د خوست ـ ګردېز پر لویه لار ترافیکي پېښه کې دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي

محمديوسف منګل

۲۸ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۲:۴۸

Views: ۱۸

خوست ښار (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۵): د خوست ـ ګردېز پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.

د خوست امنیې قوماندانۍ ویاند طاهر احرار وایي، پېښه نن سهار شاوخوا پنځه بجې د اسماعیل‌خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د «دوه‌سرکې» په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، په پېښه کې یو «اېکس‌لاس» ډوله موټر له یوه «هینو مازدا» ډوله موټر سره ټکر کړی دی.

د ده په وینا، په دې پېښه کې دوه کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.

احرار زیاتوي چې ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

هغه له موټرچلوونکو وغوښتل چې ترافیکي قوانین مراعات کړي، له بې‌احتیاطۍ ډډه وکړي او د ورته پېښو د مخنیوي لپاره د سړکونو د تګ راتګ اصول په پام کې ونیسي.