خوست ښار (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۵): د خوست امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولايت په مرکز خوست ښار کې د ګازډبې چاودنې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او دو نور ټپیان شوي دي.
د خوست د امنیې قوماندانۍ ویاند طاهر احرار وایي، نن سهار شاوخوا پنځه بجې د خوست ښار د لکڼو بازار یوه دوکان کې ګازډبې چاودنه کړې او بیا اورلګېدنه رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړې چې په دې پېښه کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د نوموړي په خبره، د اور وژنې مدیریت منسوبین پر وخت سیمې ته رسېدلي، اور یې مهار کړی او د لا زیاتو ځاني او مالي زیانونو مخه یې نیولې ده.