کابل (پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۵): د خوست ولایت د لرو پرتو ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي وایي، په سیمو کې یې د روغتیايي مرکزونو کمښت له امله ناروغان، په ځانګړي ډول ښځې له جدي ستونزو سره مخ وي خو ځايي مسوولین بیا ډاډ ورکوي چې دې ستونزې ته یې پام دی او هڅه کوي ټولو سیمو ته روغتیایي خدمتونه ورسوي.
د خوست د ګربزو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي یوسف ګربز پژواک ته وویل چې د ټولې ولسوالۍ په کچه یوازې یو کلینیک لري چې د سیمې نفوس ته په کتو معیاري او پوره روغتیايي خدمتونه نه شي وړاندې کولی.
هغه له اړوندو ادارو غواړي چې په دې ولسوالۍ کې روغتیايي مرکزونه ډېر کړي.
هغه وایي: «ګربز یوه سرحدي ولسوالي ده او په ټوله ولسوالي کې یوازې یو کلینیک دی. داسې کلي هم شته چې هلته هيڅ روغتیايي کلینیک نشته، نو زموږ له حکومته غوښتنه ده چې په هغو لرې پرتو سیمو کې کلینیکونه جوړ کړي، ځکه اړتیا ډېره ده ورته.»
د ځاځيمیدان ولسوالۍ یوه اوسېدونکي قدیرالله امیرزي پژواک ته وویل، ځیني عاجل ناروغان ښار ته له رسېدو وړاندې د واټن د اوږدوالي له امله په لاره کې ساه ورکوي، په ځانګړې توګه د ولادي ناروغیو پر مهال ښځې هم خپل ژوند له لاسه ورکوي.
نوموړي زیاته کړه: «موږ ډېرې میندې د زېږون پر مهال د روغتیايي مرکزونو نشتوالي له امله له لاسه ورکړې دي؛ له اړوندو ادارو مو غوښتنه دا ده چې اطرافي سیمو ته د روغتیايي خدماتو برخه کې جدي پاملرنه وکړي.»
د ځاځيمیدان ولسوالۍ د شاوويه په نوم یوې لرې پرتې سیمې اوسېدونکي رحمنالله پژواک ته وویل چې دوی په خپله سیمه کې هیڅ روغتیايي مرکز نه لري او د نسايي ولادي بېړني ناروغان په غرنيو او خرابو لارو د ولسوالۍ کلینیک یا خوست ښار ته وړي.
هغه زیاته کړه: «کله چې دلته د نسايي ولادي ناروغ پیدا شي، موږ چې هغه له دې ځایه وړو، د ژوندي پاتې کېدو هیله یې ډېره کمه وي؛ کله ماشوم له منځه ځي او مور هم د مرګ له خطر سره مخ کېږي. موږ ډېرې ستونزې لرو، دلته هیڅ کلینیک نشته.»
دغهراز، د خوست د باک ولسوالۍ یو اوسېدونکی انجینر ګلالرحیم وایي چې د خوست په ټولو ولسوالیو کې د روغتیايي مرکزونو زیاتوالي ته اړتیا ده، څو د مور او ماشوم د مړینو کچه راټیټه شي.
هغه پژواک ته وویل: «په خوست کې باید په ټولو ولسوالیو کې لوی کلینیکونه جوړ شي؛ ځکه ځینې سیمې داسې دي چې خلک موټر او وسایل نه لري څو ناروغان ښار ته انتقال کړي، نو ډېرې میندې په لارو کې مړې شوې دي، له دولته مو غوښتنه ده چې لرو پرتو سیمو ته جدي پاملرنه وکړي.»
بل لور ته، د باک ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي نورولي پژواک ته وویل چې د لرو پرتو ولسوالیو د نفوس په تناسب شته روغتیايي مرکزونه معیاري او پوره خدمات نه شي وړاندې کولی.
هغه زیاته کړه چې د خوست په ټولو ولسوالیو کې د روغتیايي مرکزونو زیاتوالی اړین دی، څو د مور او ماشوم د مړینې کچه راکمه شي.
ده زیاته کړه: «که موږ دلته د ولادت لپاره ځانګړې څانګه ولرو، نو په لنډ وخت کې به ناروغانو ته رسېدنه وشي. دې ته موږ اړتیا لرو، خو تر اوسه موږ ته داسې څه نه دي برابر شوي.»
بل لور ته، د خوست د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر شېراګل ځدراڼ وایي چې په نږدې راتلونکي کې به د خوست په ټولو ولسوالیو کې د ۱۲ پنځوس بستریزو روغتونونو جوړولو چارې پیل شي چې تر ډېره به د لرو پرتو سیمو د اوسېدونکو ستونزې هوارې کړي.
هغه زیاته کړه: «د اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري ۱۲ جېاېچ روغتونونه خوست ته منظور شوي او اوس یې چارې نهايي شوې دي. په لنډو ورځو کې به تاسو ووینئ چې موږ به په هره ولسوالۍ کې یوه پنځوس بستریزه شفاخانه ولرو چې پکې به د هرې برخې متخصصین موجود وي.»
دا په داسې حال کې ده چې د خوست ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې شاوخوا ۱۱ کلینیکونه لا هم د ودانیو د نشتوالي له امله په نامناسبو شخصي کورونو کې فعالیت کوي.