منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۴ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

روغتیايي خدمتونو

۲۰ راپورونه

راپورونه

هرات کې د «غارموشک» سیمې خلک روغتیايي خدمتونو ته لاسرسي کې له ستونزو سره مخ دي

د هرات د زنده‌جان ولسوالۍ د «غارموشک» سیمې اوسېدونکي وايي، د دغه کلي د یوازېني روغتیايي مرکز فعالیت له پنځو میاشتو راهیسې درېدلی او دوی اوس دغلته لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته هم لاسرسی نه لري.

د روغتیايي خدمتونو کمښت او د مېندوارۍ په اړه د پوهاوي کچې ټیټوالی؛ د غور په دولتیار کې د ځینو ښځو ستونزې

په داسې حال کې چې د نسايي ولادي برخې متخصصین د مېندوارۍ پر مهال مراقبتونه د مور او ماشومام د روغتیا لپاره مهم بولي، خو د غور په دولت‌یار ولسوالۍ کې ځینې ښځې وايي، له روغتیايي مرکزونو د لرې‌والي، د پوهاوي کچې ټیټوالي او ځینو کورنیو ستونزو له امله د مېندوارۍ دورې خدماتو ته کم لاسرسی لري.

د دایکنډي پاتو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي: روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله له کورنۍ درملنې کار اخلو

د دایکنډي د پاتو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دې ولسوالۍ زیاتره خلک روغتیایي مرکزونو ته لاسرسی نه لري او تر ټولو نږدې روغتیايي مرکز ته د تلو لپاره باید څو ساعته په موټر کې مزل وکړي.

د هلمند د ګرمسېر ځینو سیمو خلک روغتیايي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت کوي

د هلمند ګرمسېر ولسوالۍ د بینادر او صفار سیمو یو شمېر خلک وايي چې روغتيايي خدماتو ته سم لاسرسی نه لري خو روغتیايي مسوولین د هغوی دغه ادعا ردوي او زیاتوي چې د ګرمسېر ټولو سیمو کې روغتيايي مرکزونه شته.

غړي

اوچا: افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره ۴۴۹،۹ میلیون ډالرو ته اړتیا ده

اوچا په افغانستان کې روغتیایي اړتیاوو ډېرېدو ته په اشارې ویلي چې په روان کال کې دغه هېواد کې ۱۵.۶ میلیون کسانو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو لپاره ۴۴۹،۹ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.…