ژبه

د روغتیايي خدمتونو کمښت او د مېندوارۍ په اړه د پوهاوي کچې ټیټوالی؛ د غور په دولتیار کې د ځینو ښځو ستونزې

فېروزکوه (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴): په داسې حال کې چې د نسايي ولادي برخې متخصصین د مېندوارۍ پر مهال مراقبتونه د مور او ماشومام د روغتیا لپاره مهم بولي، خو د غور په دولت‌یار ولسوالۍ کې ځینې ښځې وايي، له روغتیايي مرکزونو د لرې‌والي، د پوهاوي کچې ټیټوالي او ځینو کورنیو ستونزو له امله د مېندوارۍ دورې خدماتو ته کم لاسرسی لري.

ډاکټران وايي، د مېندوارۍ مهال مراقبتونه د مور او ماشوم د روغتیا لپاره ډېر مهم دي؛ په دې موده کې د مور په بدن کې ډېر بدلونونه راځي او د ماشوم وده جدي مراقبتونو ته اړتیا لري.

د هغوی په خبره، کله چې یوه مور د مېندوارۍ مهال تر مراقبت لاندې وي، د مور فشار او وینه او د مور او ماشوم روغتیايي وضعیت ارزول کېږي. د همدغو معایناتو په پام کې نیولو سره مور ته لازمې سپارښتنې کېږي څو د جنین د سقط، له وخت مخکې د زېږون او نورو خطرونو مخنیوی وشي.

د مېندوارۍ مهال د خطرناکو نښو په اړه د یوې مور نه پوهاوی او پایلې یې

د غور د دولت‌یار ولسوالۍ د «تیلک» کلي اوسېدونکې زرګل په دې ولسوالۍ کې د مجهز کلینیک له نشتوالي شکایت کوي او وايي، پنځه میاشتې مېندواره وه، خو د مېندوارۍ پر مهال د خطرناکو نښو په اړه د نه پوهاوي له امله یې جنین څو ورځې مخکې سقط شو.

هغې پژواک خبري اژانس ته وویل: «موږ له کلینیک څخه لرې یو، چا نه دي راته ویلي چې د مېندوارۍ پر مهال څه وکړو او څه ونه کړو، یو ماشوم مې سقط شو؛ ځکه د اوبو درنه بوشکه مې پورته کړه، لومړی مې لږ وینه ولیده، وروسته زیاته شوه، ان تر دې چې شدیده خونریزي راته پیدا شوه.»

هغې د مېندوارۍ مهال د خطر رامنځته کوونکو نښو په اړه د پوهاوي کچې لوړېدو او په لرو پرتو سیمو کې د مجهزو کلینیکونو جوړېدو غوښتنه وکړه.

هغه مور چې د ځينو ستونزو له امله یې روغتیايي مرکز ته مراجعه نه ده کړې

د دولت‌یار ولسوالۍ د «سومک» کلي اوسېدونکې انیسه هم یوه له هغو ښځو ده چې د مېندوارۍ پر مهال د خطرناکو نښو په اړه د پوهاوي نه درلودو او روغتیايي مرکز ته د مراجعې نه کولو له امله یې جنین سقط شوی دی.

هغه وايي: «په هغه کلي کې چې موږ ژوند کوو، کلینیک نشته او که وي هم زموږ نارینه اجازه نه راکوي چې لاړې شو، وايي ځايي دایې او قابلې د څه لپاره دي او موږ هم مجبور یو چې د کورنیو قابلو پر وړاندې زېږون وکړو.»

هغه له دې امله چې د مېندوارۍ پر مهال د خطرناکو نښو په اړه پر څه نه پوهېږي وايي، د لومړني حمل په شپږمه میاشت یې جنین سقط شو او درې نور ماشومان یې هم د ځايي قابلې پر وړاندې زېږولي دي.

د نسایي ولادي برخې متخصصین

په غور کې د نسایي ولادي برخې متخصصه نوش‌آفرین شهاب پژواک خبري اژانس ته وویل، د مېندوارۍ پر مهال د مېرمنو د مړینې له عمده لاملونو یو د مېندوارۍ پر مهال د خطرونو د نښو نښانو په اړه د مېرمنو د پوهاوي کچې کموالی، روغتیايي مرکزونو ته د میندو نه مراجعه او په کور کې د غیرمسلکي کسانو له خوا د زېږون ترسره کېدل دي.

نوموړې پژواک خبري اژانس ته وویل، ښځې باید د مېندوارۍ د دورې د ګواښوونکو نښو په اړه کافي معلومات ولري او په دې وخت کې دې هرومرو ډاکټر ته مراجعه وکړي او تر مراقبت لاندې دې پاتې شي.

هغې زیاته کړه: «که چېرې مېندوارې میندې په لومړیو ورځو کې لږه وینه بهېدنه یا د وینې لکه وویني، باید اندېښنه ونه کړي خو که چېرې وینه بهېدنه ډېره یا غیرطبیعي وي نو باید ژر تر ژره ډاکټر ته ولاړې شي. که نه نو ښايي د جنین سقط، له رحم څخه بهر مېندوارۍ یا مخکې له وخته زېږون او داسې نورو ستونزو سره مخ شي.»

نوموړې همدارنګه ټینګار وکړ، مېندوارې ميندې چې کله دا ډول نښې نښانې ویني، باید ډاکټر ته مراجعه وکړي؛ ځکه ډاکټر ورته لازمې سپارښتنې لکه استراحت او ځیني درمل ورکوي.

دغه‌راز، ډاکټر حکیمه کاظمي چې په غور ولایت کې د نسایي ولادي یوه بله متخصصه ده هم اړینه ګڼي چې ميندې باید د مېندوارۍ په موده کې د ډاکټرانو تر مراقبت لاندې وي.

هغې زیاته کړه: «کله چې ميندې له شدیدې وینې بهېدنې، د لاسونو، پښو او مخ پړسوب، د جنین د حرکتونو کمښت، شدید نس درد یا د لید ستونزې ولري، باید روغتیايي مرکزونو او یا هم د نسایي ولادي یوې متخصصې یا قابلې ته ولاړې شي څو هم خپله او هم یې ماشوم خوندي وي.»

نوموړې زیاتوي، په لرو پرتو سیمو کې د ښځو د پوهاوي کچې لوړول، روغتیايي مرکزونو ته ښه لاسرسی او همدارنګه له مېندوارو مېرمنو ټولنیز ملاتړ د مېندوارۍ د دورې د خطرونو په کمولو او د میندو او د هغوی د جنینونو د روغتیا برخه کې اساسي رول لوبولای شي.

د عامې روغتیا رییس: د روغتیايي خدمتونو پراختیا لپاره هڅې روانې دي

شیخ عبدالواحد حماس، د غور د عامې روغتیا رییس د جزئیاتو له ورکولو پرته پژواک ته وویل، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ميندو او ماشومانو د روغتیايي وضعیت ښه‌والي لپاره بېلابېل پروګرامونه لري.

هغه زیاته کړه: «الحمدلله، اسلامي امارت د مور او ماشوم مراقبت ته جدي پاملرنه لري، په ټولو ولسوالیو کې خدمتونه وړاندې کېږي او موږ هڅه کوو چې په سپینو ساحو کې چې خلک یې د ډېر واټن او د ‌لارې سخت‌والي له امله روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی نه لري، روغتیايي مرکزونه جوړ کړو، څو غوره خدمتونه وړاندې شي.»

د غور د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو پر بنسټ، دا مهال په دغه ولایت کې ۹۱ روغتیايي مرکزونه او څه باندې ۵۰ روغتیايي ځالې شته چې دغه ځالې ميندو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.