ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست د تریزو علیشېرو ولسوالۍ خلک روغتیايي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت کوي

د خوست د تریزو علیشېرو ولسوالۍ خلک روغتیايي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت کوي

author avatar
2 May 2023 - 17:05
د خوست د تریزو علیشېرو ولسوالۍ خلک روغتیايي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت کوي
author avatar
2 May 2023 - 17:05

خوست ښار (پژواک، ١٢ غويي ۱۴۰۲): د خوست ولایت روغتيايي مسوولين وايي، د هغو ۸ روغتيايي کلينيکونو د فعالولو لپاره يې هڅې پيل کړې چې ودانۍ يې څو کاله وړاندې جوړې شوې دي.

د معلوماتو له مخې، ياد شوي روغتيايي کلينيکونه شاوخوا پنځه کاله وړاندې د تېر حکومت پر مهال د خوست ولايت په بېلابېلو سيمو کې جوړ شوي دي.

د يادو ۸ کلينيکونو له ډلې دوه يې په تريزيو عليشېرو ولسوالۍ کې جوړ شوي چې يو د تريزيو په سين خور او بل يې په سپين کيو بوړيو سيمه کې موقعيت لري.

د یادو سيمو اوسېدونکي او قومي مشران وايي، د تېر حکومت پر مهال يې څو ځله د دغو کلينيکونو د فعالېدو غوښتنه کړې، خو تر اوسه نه دي فعال شوي.

دوی وايي، پر يادو کلينيکونو د دولت ميليونونه افغانۍ بودجه مصرف شوې، که ژر فعال نه شي نو ښايي ودانۍ يې تخريب شي.

يوه قومي مشر حاجي ميرزاګل پژواک اژانس ته وويل، يوازې په تريزيو سيمه کې شاوخوا پنځه زره کورنۍ ژوند کوي چې د عليشېرو له مرکزي کلينيک پرته بل هېڅ فعال روغتيايي مرکز نه لري.

هغه وويل، د یادې ولسوالۍ نفوس ته په کتو د تريزيو عليشېرو مرکزي کلينيک کې وړاندې کېدونکي روغتيايي خدمات بسنه نه کوي، نو په کار ده چې ياد دوه غيرفعال کلينيکونه هم فعال شي.

نوموړی وايي: «موږ سره د بار بار وعدو خلاف بيا هم د سين خور کلينيک نه دی فعال شوی، ډاکټران يې نه دي رالېږلي، حتی دا چې حکومت سره امکانات هم شته. دا سيمه د درېیو ولسواليو مرکزي سيمه ده، نو غوښتنه مو دا ده چې بايد موږ ته دغه کلينيک ژر فعال کړي.»

د تریزیو يوه بل اوسېدونکي حاجي نذير پژواک اژانس ته وويل، دغه سيمه له خوست ښاره شاوخوا ۳۰ کيلومتره لرې، ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرته ده.

هغه وويل، د یادې سيمې ډېری خلک اقتصادي ستونزې لري، نه شي کولای چې خپل ناروغان په وخت سره خوست ښار او يا د ګاونډیو ولسواليو فعالو روغتيايي کلينيکونو ته يوسي.

د نوموړي په وينا، کلونه کېږي چې د تريزيو عليشېرو ولسوالۍ د سين خور او سپين کيو بوړيو روغتيايي کلينيکونو ودانۍ جوړې شوې، خو ګټه ترې نه اخيستل کېږي.

هغه وايي: «زموږ مريضان، ښځينه نسايي ناروغان، ماشومان او د واکسينو په برخه کې اوس د ولسوالۍ کلينيک ته مراجعه کوي چې خدمات يې کمزوري دي. دلته موږ خپله ساحه کې کلينيک لرو، خو ولې فعال نه دی. موږ غوښتنه کوو چې دغه خدمات بايد زموږ په خپل کلينيک کې ترسره شي.»

حاجي نذير د خوست له عامې روغتيا رياست او نورو اړوندو حکومتي ادارو څخه غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره دې ورته ياد روغتيايي کلينيک فعال کړي.

د يادې ولسوالۍ بل اوسېدونکي محمدالله هم پژواک ته وويل چې دوی په اسانۍ سره خوست مرکز ته رسېدنه نه شي کولی، له همدې امله يې ډېر ناروغان د لارې په اوږدو کې ساه ورکوي.

هغه د حکومت له مسوولينو غوښتنه کوي چې هر څه ژر دې ياد کلينيکونه فعال کړي.

هغه زياتوي: «زموږ د سين خور په نوم کلينيک دی چې تر اوسه پورې غيرفعال دی. ودانۍ يې جوړه ده، نه ډاکټر لري، نه درمل لري. زموږ له اسلامي امارت څخه دا غوښتنه ده چې موږ ته دغه کلينيک فعال کړي.»

بل پلو، د خوست ولايت يوه مدني فعال نذير روښان پژواک ته وويل، په ټوله کې دولتي کلينيکونو ته هغه ډول چې لازمه ده، پاملرنه نه کېږي.

د نوموړي په وينا، دا مهال د ولسواليو په ډېرو کلينيکونو کې نه په کافي اندازه درمل شته او نه هم کافي پرسونل، څو په وخت سره د خلکو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه وکړي.

هغه زياته کړه: «د خوست په لرو پرتو سيمو کې اکثريت کلينيکونه غيرفعال دي، خلک که ور هم شي نو هلته په کافي اندازه دواګانې نه ورکول کېږي، نو له دې امله خلک غوښتنه کوي څو دولت دغې موضوع ته په کافي اندازه توجه وکړي او دغه کلينيکونه فعال کړي او پرسونل ورته برابر کړي.»

د اړوندې موضوع په اړه د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټر فضل‌کريم مندوزي هم له پژواک اژانس سره په خبرو کې ومنله چې ياد ۸ روغتيايي کلينيکونه غيرفعال دي.

نوموړي وويل، د دغو کلينيکونو چارې د جمهوريت پر مهال ترسره شوې، خو شل سلنه يې لا هم پاتې دي، د نه فعالیت عمده لامل يې هم همدا نيمګړې چارې ګڼل کېږي.

هغه زياته کړه: «له عامې روغتيا وزارت څخه مو څو ځله غوښتنه کړې چې د يادو کلينيکونو پاتې شل سلنه کارونه تکميل کړي او له هغې نه بعد به ان‌شاالله دا کلينيکونه فعال کېږي. زموږ د زياتو غوښتنو په واسطه به په ۱۴۰۲ لمريز کال کې د يادو کلينيکونه پرسونل هم راته ونيسي.»

نوموړی همدا ډول زياتوي، د اسلامي امارت په راتګ سره هغو ۴۳ سپينو ساحو ته ګرځنده روغتيايي ټيمونه استول شوي چې اوسېدونکو يې مخکې له دې روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نه درلود.

Views: 142

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.