ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تورپي ټاپو اوسېدونکي: روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لرو

د تورپي ټاپو اوسېدونکي: روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لرو

author avatar
27 Dec 2022 - 16:55
د تورپي ټاپو اوسېدونکي: روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لرو
author avatar
27 Dec 2022 - 16:55

کندوز (پژواک، ٦ مرغومی ١۴٠١): د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ د تورپي ټاپو اوسېدونکي روغتیايي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت لري او د دې ستونزې د هواري غوښتنه کوي.

په تورپي ټاپو کې چې د امام صاحب ولسوالۍ شمال ته په ۲۵ کیلومترۍ کې موقعیت لري، ۱۲۰۰ کورنۍ ژوند کوي.

د دغه ټاپو اوسېدونکي وايي، په تېرو شلو کلونو کې ورته هېڅ پاملرنه نه ده شوې او په سیمو کې یې د روغتیايي مرکزونو نشتوالی د دې لامل شوی چې ډېری وخت ناروغان له ستونزو سره مخ شي.

په همدې حال کې، د کندوز سيمه‌ييز مسوولین وايي چې د دغو سيمو لپاره ګرځنده روغتيايي ټيمونه ګومارل شوي او یادو ستونزو ته د رسېدو خبره کوي.

د تورپي ځنګل اوسېدونکي رحمت‌ګل – چې په دې وروستيو کلونو کې يې د خپلې کورنۍ دوه غړي پر وخت روغتيايي مرکز ته د نه رسېدو له امله له لاسه ورکړي-  له پژواک سره په خبرو کې په دې ټاپو کې د روغتيايي مرکزونو نشتوالى جدي ستونزه وبلله او له حکومته یې وغوښتل څو دې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي.

ده زياته کړه: «د ډاکترانو نشتوالى د دې لامل شوى چې ناروغانې د زېږون پرمهال له ستونزو سره مخ شي؛ حتی زما د تره یو زوی چې اپنډیکس و، له دې امله چې پر وخت ډاکتر ته ونه رسېد،
مړ شو؛ زما یو وراره هم چې یاده ستونزه یې درلوده، مړ شو.»

رحمت‌ګل وايي، په وروستیو کلونو کې د دغه ټاپو شاوخوا ۲۵ اوسېدنکي د روغتیايي مرکزونو نشتوالي له امله مړه شوي دي.

د تورپي ځنګل بل اوسېدونکی وحيدالله په دغه ټاپو کې د روغتيايي مرکزونو نشتوالى جدي ستونزه بولي او له حکومته غواړي چې روغتيايي خدمتونو ته د دغه ځنګل د اوسېدونکو د نه لاسرسي ستونزې ته پاملرنه وکړي او په ټولو برخو کې لازمې اسانتياوې برابرې کړي.

د تورپي پاټو ځینو نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او د یادې ستونزې د هواري غوښتنه يې وکړه.

په ورته مهال، د کندوز د عامې روغتيا رييس نجيب‌الله ساحل د يادو ستونزو د هواري خبره کوي او وايي، د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې يې ګرځنده روغتيايي ټيمونه جوړ کړي او هڅه کوي چې په مهمو سيمو کې د خلکو لپاره روغتيايي مرکزونه جوړ کړي.

ده زياته کړه: «په نږدې راتلونکي کې عامې روغتيا وزارت په پام کې لري چې په دغه سيمه کې يو روغتيايي سنټر‎ جوړ کړي څو د هغو خلکو ستونزې حل شي چې د امو سیند پورې غاړه کې اوسېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې د کندوز ولايت د بېلابېلو سيمو يو شمېر نورو اوسېدونکو هم په خپلو سيمو کې د روغتيايي او ښوونيزو مرکزونو له نشتوالي شکايت کړی و.

Visits: 38

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.